1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رسنۍ: په لندن کې د افغانستان سفارت وتړل شو

۱۴۰۳ مهر ۶, جمعه

په لندن کې د افغانستان سفارت د جمعې په ورځ تړل شوی دی. دا ګام تر هغه وروسته پورته کيږي چې طالب چارواکو د پخواني حکومت له دې ديپلوماتيک ماريت سره اړيکې شلولې وې او په بريتانيا کې د دې ماموريت پرسونل یې د دندې ګوښه کړی وو.

د افغانستان بيرغ
رسنيو ويلي چې په سفارت کې پرسونل موجود نه دی، خو پر ودانۍ یې د افغانستان بيرغ رپاند دی.انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د فرانسې خبري آژانس په حواله نن، جمعه (۲۰۲۴م کال د سبتمبر ۲۷) د قونسلګرۍ برخې پر دروازه دا خبرتيا ځړول شوې وه: «د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت تړل شوی دی.»

ويل شوي دي چې په سفارت کې پرسونل موجود نه دی، خو پر ودانۍ یې د افغانستان بيرغ رپاند دی.

په بريتانيا کې افغان سفير زلمي رسول، د روانې سپتمبر مياشتې په سر کې د ايکس شبکې له لارې ويلي ول چې سفارت به د «کوربه هيواد په رسمي غوښتنه» د سپتمیر پر ۲۷مه نېټه وتړل شي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت دا خبره رد کړې ده چې ګني د سفارت د تړل کيدو پريکړه دوی کړې ده.

د وزارت يوه وياند وويل: «دا پريکړه د بريتانيا حکومت نه ده کړې. د افغانستان حکومت په بريتانیا کې د سفارت د تړلو پريکړه کړې او پرسونل یې له دندو ګوښه کړی دی.»

دغه وياند زياته کړې ده: «موږ به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړو او هغوی ته به بشري مرستې ورسوو چې ډېر اړمن دي.»

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت په لندن کې د نوي افغان سفير د ګمارل کیدو په دې اړه څه ونه ويل.

د سیمې هیوادونه ولې غواړي طالبانو سره اړیکې ښې کړي؟

29:57

This browser does not support the video element.

بريتانيا د طالبانو حکومت د يوه مشروع حکومت په توګه په رسميت نه پيژني او نه هم له دغه هېواد سره رسمي ديپلوماتيکي اړيکي پالي.

خو د امريکا متحده ایالاتو او اروپايي اتحادیې د هيوادونو په څېر لندن هم دا مني چې «په افغانستان کې د اوسنۍ ادارې سره د عملي تعامل هيڅ بدیل نه شته.»

بريتانيا ته د افغانستان سفارتي ماموريت دمګړۍ په دوحه کې دی. په لندن کې د افغانستان د سفارت قونسلي برخه د سپتمبر پر ۲۰مه تړل شوې وه.

زلمي رسول، د جمعې په ورځ پر ايکس باندې يو پخوانی پېغام بيا خپور کړی وو، چې بريتانيا ته د آلمان سفير پکې ویلي ول چې «له خپل افغان سيال سره د څو کلونو له همکارۍ خوښ دی او د «طالبانو تر واکمنې لاندې افغان ښځو او نجونو له پاره ناوړه وضعيت یې غندلی دی.»

په تېرو تر دريو کلونو ډېره موده کې طالبانو پر نورو سربیره پر افغان ښځو او نجونو يو شمير محدوديتونه وضع کړي دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا د کابل تر نيول کیدو راهېسې هم د افغانستان په سفارتونو کې هغه ديپلوماتيکي پرسونل خپل کار ته ادامه ورکړې وه چې پخواني حکومت ته وفادار ول.

د روان کال د جولای میاشتې په پای کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وويل چې په اروپا کې دافغانستان د سیاسي استازولۍ له لوري خپاره شوي اسناد، د اعتبار وړ نه دي.

د یاد وزارت په دغه اعلامیه کې په ځانګړې توګه په اروپا کې مېشتو افغانانو ته په خطاب کې ويلي ول چې په «لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ايټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او استرالیا» کې د افغانستان د سیاسي استازوليو له لوري قونسلي خدمات یا صادر شوي اسناد د منلو نه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د يوه هيواد له لوري هم په رسميت نه پيژندل شوی، خو په پاکستان، چين او روسيه کې افغان سفارتونه د طالبانو د حکومت په امر فعال دي.

د بي بي سي په حواله د بریتانيا د سفارت دیپلوماتانو ته لارښوونه شوې ده چې يا له بريتانيا څخه ووځي او يا هلته د سياسي پناه غوښتنه وکړي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه:

آیا روان کال هم افغانستان په نړیوالو اړیکو کې شا تګ وکړ؟

30:14

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب