افغان ځواکونو د سپین بولدک د نيولو په موخه عملیات پیل کړي
۱۴۰۰ تیر ۲۵, جمعه![Afghanistan, Kandahar province | Einsatz der Afghan Special Forces gegen die Taliban](https://static.dw.com/image/58275102_800.webp)
د کندهار چارواکو ويلي دي چي نن د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۱۶نیټه) افغان امنیتي ځواکونو د سپین بولدک ولسوالۍ د تصفیې له پاره د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي او دا چې په دې عملیاتو کې له طالبانو سره جګړه هم شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او دا چې طالبانو د خلکو په کورونو کې ځانونه پټ کړي دي.»
ځايي چارواکي بیا وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د سپین بولدک په اصلي بازار کې حضور لري. د سپین بولدک یو اوسیدونکی محمد ظاهر وايي چې «ډیره شدیده جګړه ادامه لري.»
د همدې تیرې اونۍ په ترڅ کې له پاکستان سره د سوداګرۍ دغه مهمه لار د طالبانو له لوري ونیول شوه او د بیرته کنترول په برخه کې یې ضد او نقیض راپورونه خپاره شول.
له بلي خوا افغان امنیتي چارواکو ویلي چې همدا نن له پاکستان سره نیږدې د رویترز خبری آژانس یو خبریال هم وژل شوی دی. د چارواکو په خبره، د دانش صدیقي په نامه د رویترز خبري آژانس خبریال او د پوځ یو لوړ پوړی افسر په سپین بولدک کې د طالبانو په ډزو کې وژل شوي دي. د ځايي چارواکو په خبره، صدیقي د څو ورځو راهیسې له افغان امنیي ځواکونو سره یو ځای وو او د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې په هکله یې راپورونه چمتو کول.
صدیقي رویترز خبري آژانس دته ویلي چې د جمعې په ورځ وختي له جګړې څخه د راپور ورکونې پرمهال ټپي شوی وو. د معلوماتو له مخې هغه له دې پیښې د رغیدو په حال کې وو چې له سپین بولدک څخه طالب جنګیالیو بیا ځلې برید وکړ. د افغان امنیتي ځواکونو یوه ځايي قوماندان د هغه د وژل کیدو په هکله ویلي چې صدیقي په سیمه کې له یوه دوکاندار سره په خبرو بوخت وو چې طالبانو بیا برید وکړ. رویترز په خپلواکه توګه د افغان امنیتي چارواکو د دغه ادعا د پخلي په هکله لا څه نه دي ویلي.
په کندهار ولایت کې سپین بولدک او د چمن لار د پاکستان له بلوچستان ایالت سره نښلیدونکې تر ټولو مهمه سوداګریزه لار ګڼل کیږي. افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو ګڼ شمیر مشران د لسیزو راهیسې د پاکستان په کویټه کې میشت دي او له هغه ځایه افغانستان ته د جګړې له پاره راځي. پاکستان بیا تل دا ډول تورونه رد کړي دي.