1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دفاع وزارت: افغان ځواکونو قلعه نو ښار بيرته نيولی

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ښار یې بيرته تر کنترول لاندې راوستی او په سیمه کې تازه دمه ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. وزارت په دې ښار کې د ۶۹ طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړی دی.

Afghanistan Vormarsch der Taliban | Badghis Provinz Qala-i-Naw
انځور: Mirwis Omari/AP/picture alliance

طالبانو تېره ورځ (۲۰۲۱م کال جولای ۷مه نېټه) د بادغيس پر مرکز بريد وکړ او لنډه موده په ښار کې له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کي ښکېل شول.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې امنيتي ځواکونو د ښار کنترول بيرته په خپل لاس کې اخيستی دی، خو د ښار په څنډو کې اوس هم نښتې دوام لري.

طالبانو د چهار شنبې په ورځ پر دې ښار د بريد په ترڅ کې څو دولتي ودانۍ چې د پوليسو قومندانې هم پکې شامله وه، نيولې وې.

د دفاع وزارت وياند فواد امان وويل: «ښار په بشپړ ډول زموږ په کنترول کې دی او په څنډو کې يې د طالبانو پر ضد عمليات روان دي.»

يو سړی د قلعه نو په جګړه کې ټپي شوی ماشوم روغتون ته انتقالويانځور: Mirwis Omari/AP/picture alliance

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چې د تېرې ورځې په نښتو کې په دې ښار کې ۶۹ طالب جنګيالي وژل شوي دي.

طالبانو د بادغیس پر مرکز قلعه نو ښار برید کړی

دا د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهير له پېليدو راهيسې لومړی ځل دی چې طالبانو د يوه ولايت د مرکز د نيولو له پاره پراخ عمليات پيل کړي ول.

خو د بادغيس ولسوالۍ بيا د وسله والو طالبانو په لاس کې دي. د لوېديځ امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو په افغانستان کې تر سلو ډېري ولسوالۍ نيولي دي، خو طالبان بيا تر ۲۰۰ ډېرو ولسواليو د نيولو ادعا کوي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل