د افغان زده کوونکې عکس د يونيسف د کال انځور شو
۱۴۰۴ آذر ۲۸, جمعه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق يا يونيسف د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د دسمبر ۱۹) اعلان وکړ چې د يوې افغان زده کوونکې عکس د ۲۰۲۵م کال د انځورونو په سيالۍ کې د «۲۰۲۵م کال د انځور» په توګه غوره شوی دی.
دا عکس د فرانسوۍ فوټو ژورنالیستې الیزه بلانشار، له خوا د افغانستان په لوېديځ ولايت ننګرهار کې اخيستل شوی دی او د هاجرې په نوم يوه ۱۰ کلنه نجلۍ پکې د ښوونځي کتاب ته ځېر د ليکلولو په حال کې ليدل کيږي.
اړونده موضوع: د بشري حقونو نړيواله ورځ؛ یوناما د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر تأمین ټینگار کړی
دا انځور په افغانستان کې د نجونو برخليک منعکسوي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو پر اساس تر شپږم ټولګې پورته صنفونو ته د ورتګ او د لوړو زده کړو پرمخ وړولو اجازه نه لري.
يونيسف د جمعې په ورځ په برلين کې وويل چې دا عکس «د افغانستان د میليونو خاموشه خو هوډمنو نجونو مقاومت دی چې له څلورو کلونو څخه له ډېرې مودې راهېسې له ثانوي زده کړو محرومې شوي دي.»
د زده کړو د حق له پاره مبارزه
د آلمان د جمهور رئيس میرمن او د يونيسف د آلمان څانګې ملاتړې الکه بودنبندر، وويل په داسې حال کې چې زده کړې یو جوت او تامين شوی حق دی، په افغانستان کې ماشومان دې مسلم حق ته لاس رسی نه لري.
د طالبانو اداره چې له تېرو کابو څلورو کلونو راهېسې پر افغانستان حاکمه ده، پر هغه نورو محدوديتونو او بندیزونو سربیره چې پر ښځو او نجونو یې وضع کړي دي، هغوی یې تر شپږم ټولګي پورته زده کړو او همدا راز له لوړو زده کړو منع کړي دي.
د دې سيالۍ دويمه جایزه له فرانسې څخه نتاليا ساپرونووا ته د هغه عکس له کبله ورکړل شوې چې په مغولستان پورې اړه لري. دا انځور د اولان باتور ښار ماشومان ښيي چې د هوا د شدیدې ککړتيا له کبله کړيږي.
له هند څخه سوراو داس د «جهاريا» د ډبرو سکرو کان کې په کار د بوختو ماشومانو د عکس له کبله دريم مقام خپل کړ.