1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو او افغان حکومت استازو په تهران کې سره ليدلي»

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغان حکومت يوه پلاوي په تهران کې د طالبانو له استازو سره ليدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې خپلو تهاجمي بريدونه ته زور ورکړی دی.

Iran Taliban Friedensgespräche
آرشيف انځورانځور: WANA/REUTERS

په تهران کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو د استازو ترمنځ د دغه غونډې د پرانيستو پر وخت د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلی وکړ خو په عين حال کې یې خبرداری ورکړ: «اوس د افغانستان خلک او سياسي مشران د دغه هېواد د راتلونکي له پاره مشکلې پريکړې بايد وکړي.» جواد ظريف په خپلو خبرو کې زياته کړه: «سياسي حل ته ژمنتيا غوره انتخاب دی.»

د ايران د دولتي رسنیو په حواله ظريف په دې غونډه کې وويل: «ايران په افغانستان کې د ښکيلو اړخونو ترمنځ د ډيالوګ پروسې سره مرستې ته چمتو دی څو په دغه هېواد کې روان کړکيچونه او بحران حل شي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت په حواله د طالبانو د پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزي کوله، په داسې حال کې چې د ولسي جرګې پخواني مشر يونس قانوني د افغان حکومت استازيتوب کاوه.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امريکايي او ناټو ځواکونو د اخراج بهير بشپړيدو ته نږدې شوی دی، د سه شنبې په ورځ، افغان چارواکو يو وار بيا هوډ څرګند کړې وو چې له لاسه ورکړل شوې ټولې ولسوالۍ به بيرته ونيسي.

د طالبانو پلاوی ایران ته تللی

افغان حکومت تر هغه يوه ورځ وروسته چې کابو زر تنه افغان سرتیري ګاونډي هېواد تاجيکستان ته اوښتي ول، د وسله والو طالبانو د پرمختګونو د مخنيوي په موخه د هېواد په شمال کې په سونه ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

خو د سيمه ایزو چارواکو په حواله د چهار شنبې په ورځ طالبانو بيا د بادغيس ولايت پر مرکز قلعه نو يرغل کړی دی. دا لومړی ولايتي مرکز دی چې طالبان ورته د خپلو تازه تهاجي بريدونو په ترڅ کې داخل شوي دي.

طالبانو د بادغيس ولایت نورې سيمې لا تر مخه تر خپل کنترول لاندې را وستې وې. په همدې حال کې د امريکا متحده ايالاتو مرکزي قوماندې له خوا ويل شوي چې د افغانستان څخه یې د ځواکونو اخراج کابو ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی. 

ب.ص/ خ.ح (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل