1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له پخوانیو سیمه ایزو همکارانو سره د المان چلند رسوایي ده»

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه

د المان د زرغون ګوند مشر ویلي چې د الماني پوځ له پخوانیو افغان سیمه ایزو همکارانو سره د المان د حکومت چلند د شرم وړ او د رسوایې خبره ده. تر ۲۰۰۰ ډیر افغانان المان ته د انتقالیدو له پاره په پاکستان کې انتظار باسي.

آرشیف انځور: یو شمیر افغان کورنۍ د کابل په هوایي ډګر کې د بسونو په وسیله الوتکې ته انتقالیږي.
په المان کې د زرغون ګوند مشر له پخوانیو افغان سیمه ایزو همکارانو سره د المان حکومت پر چلند سختې نیوکې کړيانځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

د المان د زرغون ګوند مشر فیلیکس باناشاک د المان حکومت له پخوانیو سیمه ایزو همکارانو او نورو هغو افغان ښځو او نارینه و سره د المان حکومت د چلند له کبله غوسه څرګنده کړې ده چې د حفاظت په لټه کې دي او په آلمان کې يوه راتلونکي ته هیله مند دي.

باناشاک په برلین کې د المان خبري آژانس ته وویل چې د المان حکومت ننداره کوي چې د پاکستان پولیس د پناهندګۍ شرایطو درلودونکي کسان څنګه له ګډو همکاریو نړیوالې ادارې (GIZ) له کورونو څخه اوباسي او افغانستان ته یې اخراجوي، چیرې چې طالبان ورته په انتظار کې دي. «دا د شرم خبره ده»، «دا رسوایي ده»...

د زرغون ګوند دغه سیاستوال زیاته کړه داسې معلومیږي چې د المان د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول په دې اړه له خپل پاکستاني سیال سره خبرې نه دي کړي او یا دا چې هغوي یې خبرې ته اهمیت نه دی ورکړی. «که داسې وي که هغسې: دا د شرم خبره ده.»

اوسمهال تر ۲۰۰۰ ډیر افغانان د المان حکومت د منل کیدو د مختلفو پروګرامونو په چوکاټ کې دغه هیواد ته د سفر کولو له پاره په پاکستان کې د انتظار شپې ورځې سبا کوي. دغه کسان یا خو د الماني پوځ پخواني سیمه ایز کارکونکي دي او یا هم له ځانګړي خطر سره مخامخ افراد بلل شوي.

ډیر شمیر افغانې کورنۍ د میاشتو او حتی کلونو راهېسې په اسلام آباد کې منتظر پاتې دي. یو شمیر یې په دې وروستیو کې نیول شوي او یو شمیر نور یې بیا افغانستان ته اخراج شوي دي.

له واده فول څخه غوښتنه

باناشاک غوښتنه وکړه چې د المان حکومت باید له پاکستان سره داسې الزامي موافقې وکړي چې نور هیڅ کوم کس اخراج نه شي: «له ښاغلي واده فول نه غواړو چې کوښښ وکړي هغه افغان ښځې او نارینه چې اخراج شوي دي، وکولی شي بیرته راستانه شي»

د زرغون ګوند دغه سیاستوال وایي هغه کسان چې د حفاظت مستحق او پاکستان کې انتظار کوي، باید روغتیایي اسانتیاوي، حقوقي همکاري، له سفارت سره دوامداره اړیکې او د مشورو ترلاسه کول ورته تضمین شي. هغه وویل: «پخوانیو سیمه ایزو همکارانو د خپل ژوند په خطر کې اچولو سره د المان له پاره خدمت وکړ. دوی د هغه چلند وړ نه دي چې د المان حکومت یې ورسره کوي.»

۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې په کابل کې د افغانستان سفارت تړل شوی دی او له هغه وخت راهیسې د افغانانو د پناه غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر په پاکستان کې ترسره کیږي. دغه کسان المان ته د راتګ له پاره باید له امنیتي ارزونو تیر شي.

پاکستان؛ جرمني ته د تګ په هیله په ډار او ویره کې ژوند

03:44

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل