1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د نجونو د زده کړو په برخه کې لا نور وخت ته اړتيا لرو

۱۴۰۰ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير له نړيوالې ټولنې څخه د ښو اړيکو د ټينګولو غوښتنه کړې خو په عين حال یې د نجونو د زده کړو په برخه کې له څرګندو تعهداتو څخه ډډه کړې ده.

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

په کابل کې د پخواني حکومت تر پرځيدو او واک ته د طالبانو تر رسيدو کابو دوه مياشتې وروسته د طالبانو نوی حکومت له نړيوالو سره د اړيکو د ټينګولو هڅه کوي څو افغانستان د يوه ناوړه اقتصادي بحران سره له مخ کيدو وژغورل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د دوحې د تکميلي تحصيلاتو د موسسې د کړکیچ او بشري مطالعاتو په مرکز کې د خبرو پر مهال وويل: «اړتيا ليدل کيږي چې نړيواله ټولنه موږ سره په همکارۍ پېل وکړي. په دې توګه به موږ وتوانيږو بې اطمناني له منځه يوسو او په عين وخت له نړيوالو سره په مثبته توګه ښکيل شو.»

خو طالبانو تر اوسه د لوړو صنفونو ښځینه زده کوونکو ته بيرته ښوونځيو ته د ستنېدو اجازه نه ده ورکړې، داسې يوه غوښتنه چې نړيوال یې له هغه وخت راهيسې تکراروي خو طالبانو بیا یوازې اعلان وکړ چې تر شپږم ټولګي لوړ صنفونو به د نجونه پر مخ تړلي وي.

امير خان متقي په دې ترڅ کې وويل چې د طالبانو اسلامي امارت په دې مورد کې په محتاط ډول حرکت کوي او د يوازې يو څو اوونيو تېريدو وروسته دې ترې نړيواله ټولنه د هغو ټولو اصلاحاتو د عملي کولو غوښتنه نه کوي چې په دې تېرو شلو کلونو کې یې هغوی په عملي کولو نه وو توانيدلي.

طالبان: امريکا له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې

د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو په برخه کې د محدوديتونو د وضع کولو له کبله له سختو نيوکو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش ويلي چې طالبانو نجونو او ښځو ته د هغوی د حقونو د تضمين خپلې ژمنې نه دي پر ځای کړي او ښځو ته د کار د اجازې د ورکړې پرته د هېواد اقتصاد وده نه شي کولی.

متقي په عين حال کې له امريکا متحده ایالاتو څخه د افغانستان د نهه ميليارده ډالرو شتمنۍ د آزادولو غوښتنه هم وکړه خو ویې ويل چې حکومت د مالیې، ګمرګونو او کرهنې له سيکتور څخه عايدات په لاس راوړي. 

هغه وويل چې طالبان پر ټول هېواد کنترول لري او دا چې طالبان د داعش ګواښ ته د ځواب ويلو جوګه دي. نوموړي زياته کړه: «اسلامي امارت تر اوسه د داعش موضوع ښه کنترول کړې ده.»

ب. ص/ ز. ن (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب