1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مور نوم د کمپاين شروع کوونکې ګواښل کيږي

۱۳۹۹ مهر ۶, یکشنبه

افغانه مېرمن لاله عثماني د کلونو راهيسې د مور نوم ليکلو کمپاين مخ ته وړي. اوس ورته په تکرار سره سپکې سپورې او ګواښونه شوي دي.

Jahresrückblick 2010 International September Wahlen in Afghanistan
آرشيفانځور: picture alliance/dpa

لاله عثماني غواړي چې هغه دوديز واقعيتونه بدل کړي چې په افغانستان کې خلک په سنتي او دوديز ډول يوازې د پلار نوم په ذريعه پېژندل کيږي او غواړي چې د مور نوم دې هم په پېژندپاڼو کې وراضافه کړل شي.

د مېرمن عثماني له خوا پيل شوی د «زما نوم چېرته دی؟» کمپاين په پای کې خورا بريالی و او په تېرو اوونيو کې يې تغيير هم راوست. خو اوس په دغه محافظه کار مسلمان هېواد کې تاوده بحثونه راپورته شوي دي ځکه چې د ځينو خلکو له پاره په عامه محضر کې د يوې ښځې د نوم اخيستل يوه تابو يا ممنوعه موضوع ده.

طالبانو چې له افغان حکومت سره د واک د وېش او سولې په سر په خبرو بوخت دي، چې ښايي له دې لارې يو څه واک هم بېرته تر لاسه کړي، له دغو اصلاحاتو سره مخالفت ښکاره کړی دی. طالبانو اوس د سولې په بهير کې د ښځو د حقونو په برخه کې په لومړي ځل خپل دقيق دريځ هم څرګند کړی دی.

مېرمن عثماني چې ۲۸ کلنه او له ديني زدکړو فارغه ده، وايي چې «د دغه کمپاين د پيل راهيسې تر اوسه پورې، موږ ته سپکې سپورې، سپکاوی او ګواښونه شوي دي».

د عثماني او نورو افغانو ښځو په نظر په تذکرو کې د پلار نامه تر څنګ د مور نوم ليکل په ټولنه کې د ښځو د حقوقي مقام د پېژندلو په معنی دي. د هغې په اند «دغه حق موږ ته د اسلام له خوا راکړل شوی… موږ غواړو خپل حقونه بېرته واخلو.»

د ښځو حقونه له هغه مهال راهيسې پياوړي شوي چې سخت دريځه طالبان په ۲۰۰۱ کال کې په زوره له قدرته وپرځول شولانځور: DW/G. Adeli

د عثماني کمپاين چې په ټولنيزو رسنيو کې يې په ۲۰۱۷ کال کې پيل کړی دی، تېره اوونۍ ثمر ته ورسېد کله چې ولسمشر اشرف غني داسې فرمان لاسليک کړ چې ميندو ته د پلرونو تر څنګ په پېژند پاڼو کې رسميت وربخښي. خو سره له دې چې ولسمشر يې پلويتوب وکړ او ډېرې ښځې يې ملاتړ کوي، خو دغو اصلاحاتو غوسه هم راپارولې ده.

سيد اکبر آغا چې د طالبانو يو پخوانی چارواکی دی، په هرات ښار کې تېره اوونۍ يوې غونډې ته وويل چې «په الکترونيکي تذکرو کې د مور نوم ليکل به د افغانانو له پاره بې عزتي او شرم وي.»

«بدلون سخت وي»

د ښځو حقونه له هغه مهال راهيسې پياوړي شوي چې سخت دريځه طالبان په ۲۰۰۱ کال کې په زوره له قدرته وپرځول شول. خو اوس اندېښنې په زياتېدو دي چې دغه پرمختګ به څنګه وساتلی شي. د دې امکان هم شته چې د طالبانو سخت دريځه اسلام پاله ډله به ښايي په راتلونکي حکومت کې کوم نقش هم ولري. طالبان وايي‌ بدل شوي دي چې د نجونو او ښځو زدکړو او کار ته به په ځينو مواردو کې اجازه هم ورکړي. خو ډېرې افغاني ښځې د دوی پر خبرو باور نه کوي او د طالبانو څرګندونې رښتينې نه بولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تائيد کړه چې دغه ډله په تذکرو کې د مور نوم له ليکلو سره مخالفت لري. مجاهد د رويترز خبري اژانس ته وويل چې «د يوه مذهبي ليدلوري څخه، د ښځو نومونه په هغو ممانعتونو يا ممنوعو شيانو کې راځي چې په هيڅ ځای کې بايد ياد نه کړل شي.»

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تائيد کړه چې دغه ډله په تذکرو کې د مور نوم له ليکلو سره مخالفت لري - آرشيف انځور: Getty Images/AFP/G. Cacace

نوموړي زياته کړه چې «د ميندو، مېرمنو، خويندو او لوڼو د نومونو ذکر زموږ په ټولنه کې په کلتوري لحاظ د زغملو وړ نه دی.»

په يوه بل وروستني پيغام چې د دغې خبرې سپيناوی پکې غوښتل شوی و،‌ نوموړي رويترز ته وليکل چې «د مېرمنې يا مور نوم يادول د يوې کورنۍ او يا د کوم چا په شخصي حريم پورې اړه لري او که ويې نه غواړي او دا يوه تابو موضوع يا شرم وګڼي، نو د شريعت او کلتوري ليدلوري څخه دا يو روا دليل دی چې هيڅوک بايد پکې مداخله ونه کړي.»

بلخوا مېرمن عثماني وويل چې هغه د طالبانو د موقف له کبله مايوسه ده، خو د ښځو د حقونو د په رسميت پېژندلو له پاره خپله مبارزه به ونه دروي سره له دې چې هغه خپل امنيت او د خپلو همکارانو خونديتوب ته اندېښمنه ده. د هغې په خبره «موږ کوم غلط شی نه کوو، ځکه به دغې مبارزې ته دوام ورکړو څو وکولی شو د ښځو هويت بېرته راژوندی کړو.»

نوموړې زياته کړه «موږ پوهيږو چې بدلون سخت دی، سخته ده چې ټولنه مو بدله کړای شي، خو که لاس په کار شو، نو بايد له خنډونو څخه ونه وېريږو او هيڅکله هم تسليم نه شو.»

ر./ن.ص./ا.ا.

د افغان ميرمنو پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ: