په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد تر عملیاتو وروسته هلته افغان کوچیان هم له تودو سیمو را ایسار شوي او پاکستاني پولیس یې پنجاب ته نه پرېږدي. دغه افغان کوچیان وايي، دوی د افغان کډوالو تر راتګ وړاندې لا په دغو سیمو کې د کوچیتوب ژوند کاوه، خو اوس پاکستاني چارواکو دوی هم په افغان کډوالو کې شامل کړي دي. خدای نور ناصر د ایبټ اباد په حویلیا سیمه کې له دې کوچیانو سره خبري کړې دي او دا رپوټ رالېږلی دی.