1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د کابل مرستیال والي په چاودنه کې وژل شوی

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د کابل مرستیال والي په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. د افغان چارواکو په وینا د مرستیال والي موټر د څلورم مکرویانو په سیمه کې د مقناطیسي ماین هدف ګرځیدلی دی.

Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د کابل پر مرستیال والي محبوب الله محبي سربیره د هغه سیکرتر هم په دغه برید کې وژل شوی دی او دوه ساتونکي یې ژوبل دي. د هغه په خبره «د ترهګرو دا کړنه جنګي او بشریت ضد جنایت دی.»

طارق آرین په دغه پیغام کې لیکلي دي چې «په وروستیو اونیو کې د ماین ښخونکو هستې نیول شوي او کشفي او امنیتي ‌برخو د دې ډلو د له منځه وړولو له پاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.»

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په سملاسي ډول د دغه برید مسئولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. تیره اوونۍ هم په کابل کې یو څارنوال هغه مهال ووژل شو چې کار ته پر لار وو.

انځور: Omar Sobhani/REUTERS

تر دې دمخه په کابل کې د طلوع پخوانی ویاند یما سیاوش او په هلمند کې د آزادۍ راډیو خبریال الیاس داعي هم د مقناطیسي ماینونو هدف وګرځیدل.