د افغانستان د پارلمان رئیس د پیکو په «اقتصادي کنفرانس» کي د ګډون له پاره پاکستان ته تللی دی. دا هم پداسي حال کي ده چي پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت مشاور د سفر د تحریمولو په سبب د دواړو هیوادو ترمنځ تشنج ډیر سوی.
د افغانستان د پارلمان رئیس د پاکستان د پارلمان درئیس اسد قیصر سره د لیدني کتني پر وختانځور: Presseabteilung des Repräsentantenhauses von Afghanistan
اعلان
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس، میر رحمان رحماني د یوه هیئت په سر کي پرون یکشنبه پاکستان ته سفر کړی دی. په پلان کي ده، چي دغه پارلماني هیئت به په اسلام آباد کي د پیکو په «اقتصادي کنفرانس» کي برخه واخلي.
د ولسي جرګې په یوه اطلاعیه کي راغلي دي چي د اسلام آباد په هوايي ډگر کي د افغانستان د پارلمان د هیئت هرکلی د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قیصر کړی دی.
په پام کي ده چي هغوی به د پیکو په کنفرانس کي د دواړو هیوادونو د اقتصادي او ترانزیتي روابطو د پراختیا او تقویه کیدو پر سر د نظریاتو تبادله ولري.
د افغانستان د پارلمان رئیس پاکستان ته دغه سفر مهم وباله او اضافه کړي یې دي چي د پاکستاني چارواکو سره به د سیاسي، کلتوري، منطقه اي امنیت او د دواړو هیوادونو د پارلماني روابطو د لا تقویه کیدو پخاطر جلا جلا ملاقاتونه ولري.
د پاکستان پرضد د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمداالله محب تر سختو اظهاراتو وروسته د رپوټونو پراساس پاکستان د هغه سفر خپل هیواد ته تحریم کړی دی، خو د هغه جزئیات یې لا په رسمي ډول نه دي ورکړي.
په همدې حال کي د افغانستان د جمهوري ریاست ځینو مشاورینو دغه تحریم ته په کتو سره اسلام اباد ته د پارلمان د رئیس پر سفر باندي انتقاد کړی دی.
د جمهوررئیس کلتوري مشاور، شاه حسین مرتضوي په خپل تویتر کي لیکلي دي، «کله چي پاکستان د هیواد یو لوړرتبه چارواکی سیاسي تحریموي، د هیواد د نورو چارواکو سفر څه ډول پیغام له ځانه سره لري؟ د دښمن په مقابل کي باید یو ږغ و اوسو.»
حمداالله محب ویلي دي چي تر اوسه پوري یې په رسمي ډول پاکستان ته د تحریم په اړه خبر نه دی ترلاسه کړی. هغه په خپلو وروستیو اظهارتو کي ویلي ول چي همدااوس د کابل او اسلام اباد تر منځ په هیڅ یوه برخه کي ښه روابط وجود نه لري.
هغه همدارنګه ویلي ول چي د افغانستان په مسایلو کي د پاکستان مداخله کومه پټه خبره نه ده او افغانستان کوښښ کوي چي دغه مشکل د ډیپلوماسۍ له لاري حل کړي.
باید وویل سي چي د همدې هجري-شمسي کال په حمل میاشت کي په پلان کي وه، چي د پاکستان د پارلمان رئیس، اسد قیصر افغانستان ته سفر وکړي، خو د امنیتي تهدیدونو په دلیل یې الوتکه د کابل په هوايي میدان کي نه کښېنستله او بیرته اسلام اباد ته ولاړه.
مهاجرو مرغیو ولي له پاکستان سره مخه ښه کړې؟
اقلیمي او اجتماعي بدلونونه د میلیونونو انسانانو د مهاجرت سبب ګرځي. په دې ترڅ کې اقلیمي بدلون او د طبیعي سیستم د له منځه تللو له کبله له لیرې سیمو پاکستان ته د تلونکو مرغیو شمیر کې هم کمښت راغلی دی. انځورونه يې دلته وګورئ
انځور: Bilal Qazi
عقابي بوم یا عقابي ګونګی
نصواري رنګه دغه ګونګی د خپل ډول په لویو مرغانو کې شمیرل کیږي چي په اروپا، آسیا او شمالي افریقا کې شته دی او د لویو حیواناتو ښکار هم کوي. وزرونه یې له ۲ څخه تر ۳ فوټه پورې اوږده وي او اوسط عمر یې شا او خوا شل کاله دی.
انځور: Bilal Qazi
آبي لکۍ مچۍ خوره
تر ډیرو زیاتو واټنونو کوچ کوونکي دغه مرغۍ شمال ختیځي آسیا سره تړاو لري. خوراک یې زیاتره حشرات دي. د کال په مختلفو موسمونو کې د مهاجرت له کبله مشهوره دغه مرغۍ زیاتره د جهیلونو ترڅنګ موندل کیږي. د نړۍ په کچه د ښارونو د لمن پراخیدو، غیر منظم سیلاني توب او د انسانانو له خوا د مرغیو ځانګړي چاپیریال ته د اوښتي زیان له کبله د دغه مرغۍ د ژوندانه طرز هم اغیزمن شوی دی.
د دغه نازکې او ښایسته مرغۍ چې انګلیسي نوم یې څو ډولونه شته. دا عموما په غرنیو سیمو کې وي. د دغه مرغۍ وزن هم ډیر کم وي. تر لس سانتي متره اوږدوالی لري او حشرې خوري.
انځور: Bilal Qazi
سمندري پالاس عقاب یا شاهین
دغه ښکاري مارغه د منځنۍ او سویلي آسیا سره تړاو لري. د اقلیمي بدلونونو د شدت او د شنو او اوبو لرونکي د کمیدو له کبله د دغه مارغانو د له منځه تللو خطر مخ پر ډیریدو دی. د خوږو اوبو کبان د دغه مارغه په زړه پورې خوراک دی او وزن یې شپږ کیلوګرامه ته رسیږي.
انځور: Bilal Qazi
بش روبن
په بیلابیلو ښایسته رنګونو سینګار دغه کوچنۍ مرغۍ له یوې لویې وچې بلې ته سفرونه کوي. ژمی په آسیا کې تیروي او د اوړي موسم په رارسیدو سره اروپا ته مخه کوي. دغه ډول کم وزونکي په میلیونونو مرغۍ هر کال د یوه کم وخت له پاره د پاکستان او سیمي د هیوادونو د جهیلونو او بندونو تر څنګ او یا هم د داسې شنو سیمو ترڅنګ پاتې کیږي چې لمدې وي.
انځور: Bilal Qazi
هیرون یا یو ډول مرغاوۍ
د اوږدې مښوکې لرونکي دغه مرغۍ په ټوله نړۍ کې موندل کیږي، په زیاته بیا هغه سیمې چې اوبه ولري. کبان او نور سمندري کوچني ژوي یې په زړه پورې خوراک دی. دغه ډول مرغۍ په ګروپي شکل ژوند کوي. د هیرون اوسط عمر شا او خوا شل کاله وي.
انځور: Bilal Qazi
جاکانا
د اوږدو پښو لرونکو دغه نصواري او سپين رنګه مرغۍ د منځني ختیځ او او آسیا د ګڼو ځنګلونو ترمنځ هجرت کوي. دا د جاکانا یا سارایي چرګانو یوازینې ډول دی چې ډیر اوږد سفر کولی شي. نر یې له ماده څخه اوږد جسم لري. د لویو وچو ترمنځ د مرغیو په هجرت منفي اغیز کې د ځمکې د تودوخې د درجې زیاتوالی، د ځنګلونو له منځه تلل او د اوبو لرونکو سیمو کموالی راځي.