1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د سولي پروسې د گړندۍ کولو هڅي

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د يوناما مشره ديبورا ليونز به د افغان حکومت او طالبانو له استازو سره د ليدنې کتنې په موخه نن، سه شنبه قطر ته ورسيږي. په پام کې ده چې نوموړې به هلته د سولې د پروسې د کړندۍ کولو په موخه له قطري چارواکو سره هم وګوري.

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې يعني د يوناما مشره ديبورا ليونز په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې امريکا د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د سولې په ټپه درېدلې پروسې د کړندۍ کولو هڅه کوي او په افغانستان کې یې د يوه ټولشموله حکومت وړاندیز هم کړی دی.

دوو سرچينو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې تمه کيږي چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي يعني د يوناما مشره ديبورا ليونز به هم په قطر کې له زلمي خليلزاد او له قطري چارواکو سره وګوري.

يوې سرچينې ويلي چې دا ډېرې مهمې ليدنې کتنې دي، ځکه چې پايلې به یې په دوحه کې د روانو خبرو اترو برخليک ټاکونکی وي چې آیا دغه خبرې بايد ادامه پيدا کړي او يا به تر يوې مودې پورې وځنډولې شي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ نه سترګو کیږي او په عين حال کې په افغانستان کې تاوتريخوالی مخ پر زياتيدو دی. وضعيت ته په کتو سره امريکا متحده ایالات هم هڅه کوي چې د ښکيلو افغان اړخونو او د سيمې له کليدي نقش لرونکو هيوادونو سره پر بديلو لارو چارو اجتماع ته ورسيږي.

اړونده موضوع: امریکا غواړي د افغانستان د سولې پروسه کې یو نوی حرکت رامنځته کړي

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استازي زلمي خليلزاد هم تیره اونۍ  افغانستان، پاکستان او قطر ته سفرونه کړي ول.

د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ اداره د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ میاشت کې له وسله والو طالبانو سره يوه توافق ته رسيدلې وه چې له مخې يې ټول بهرني ځواکونه د مي میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان بايد ووځي.

زلمی خليلزاد هم په دې وروستيو کې د سيمې په سفر بوخت دیانځور: Reuters

خو د دغه تړون تر لاسليک کيدو راهيسې په افغانستان کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی او د ناټو چارواکو ويلي چې د تړون ځيني شرايط چې له بهرنيو وسله والو ډلو سره د طالبانو د اړيکو د پرې کولو موضوع هم پکې شامله ده، نه دي پر ځای شوي.

د امريکا حکومت د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې په افغانستان کې یې د پاتې ۲۵۰۰ عسکرو  د پاتيدو په تړاو ټول انتخابونه لا پر ځای دي او تر اوسه یې د مي تر لومړۍ نیټې وروسته د خپلو عسکرو په اړه کومه پريکړه نه ده کړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې تر هغو رپوټونو وروسته کړي چې پکې ويل شوي ول چې د دفاع وزير انتوني بلينکن د ملګرو ملتونو په مشرتوب د سولې پر هلو ځلو ټينګار کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې د مي میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان د خپلو عسکرو د ايستلو په اړه غور کوي.

ب. ص/ ن. ز (rtre)

زموږ له آرشيف څخه:

آیا افغان حکومت د سولې په پروسه کې قومي اقلیتونه شامل کړي؟

03:31

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل