د پاکستان او ایران له زندانونو ۴۰ افغانان خوشې شوي
۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبهد طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د ایران د زاهدان الغدیر زندان څخه ۲۰ افغانان خوشې او د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راولېږدول شول.
«دغه افغانان د کډوالو چارو وزارت او زاهدان کې د افغانستان قونسلګرۍ په هڅو خوشې شوي دي.»
اړوند مطالب:د پاکستان له زندانونو ۳۰ افغان بنديان آزاد شوي
خبرزیاتوي چې خوشې شوي افغانان د مرستو لپاره د کډوالۍ نړېوال سازمان یا IOM ته ورپيژندل شوي.
په خوشې شویو افغانانو کې زده کونکي، عالمان او عام خلک شامل دي.
دغه راز، دغه وزارت د پاکستان له زندانونو هم د ۱۷ افغانانو د خوشې کیدو خبر ورکړی چې د سپین بولدک له لارې هېواد ته لېږدول شوي.
په همدې حال کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د هغه افغان ماشوم د راستنېدو خبر هم ورکړی چې په ایران کې یې د ترافیکي پېښې پرمهال خپله ټوله کورنۍ له لاسه ورکړې.
دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «ماشوم د ايران هېواد د مسؤلينو له لوري د نيمروز ولايت د مهاجرينو چارو رياست ته سپارل شوی.»
د نیمروز د کډوالو چارو ځايي مشر ویلي چې ماشوم یې د هغه کورنۍ نیږدې غړو او د HRDA موسسې ته سپارلی دی.