1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«تر ټولو زیات افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې»

۱۴۰۱ تیر ۴, شنبه

د رویټرز خبري آژانس د يو رپوټ په اساس، اروپایي اتحادیي ته د پناه غوښتنې پر بنسټ مهاجرت او سربیره پر دې له اوکراین څخه د اروپا پر لور د ډیر شمیر انسانانو تیښته زیاته شوې ده.

Deutschland Symbolbild Asylantrag
انځور: C. Ohde/blickwinkel/McPHOTO/picture alliance

د «Welt am Sonntag» آلمانۍ ورځپاڼې د شنبې په ورځ د اروپا د پناهندګۍ ادارې EUAA د لومړنیو ارقامو په استناد رپوټ ورکړی دی چې د دغې اتحادیي په غړو هیوادونو کې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۱۴ نیټې پورې د پناه غوښتنې شاو خوا ۳۳۹۹۸۴ غوښتنلیکونه ثبت شوي دي.

د پناه غوښتنې تر ټولو ډیر یعنې ۴۲۹۰۰ غوښتنلیکونه د افغانانو له خوا وړاندې شوي. تر افغانستان وروسته په دویم قدم کې د سوریې هیواد پناه غوښتونکي دي چې شمیر یي ۳۴۹۰۰ ته رسیږي او ترجیح ورکوي د آلمان هیواد پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړي یا په بل عبارت په آلمان کې پناهندګۍ ترلاسه کړی.

د اروپايي کمیسیون د چارواکو له خوا د خپرې شوې یوې اعلامیې په اساس په دریم قدم کې وينيزويلایي مهاجر دي چې شمیر یې ۲۲۹۰۰ تنو ته رسیږي او نږدې ټولو یې په هسپانیې هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

په روان میلادي کال کې له اوکراین څخه د تښتیدلو کسانو یا اوکرایني مهاجرو له ډلې څخه یوازې ۲۲۷۰۰ تنو یي د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

یوه ځانګړې قاعده یا مقرره له جګړې څخه تښتیدلو کسانو ته دا امکان ورکوي؛ بی له دې چې د پناه غوښتنې دوسیه یي باید و ارزول شي، په مستقیم ډول په اروپايي اتحادیه کې موقتي حفاظت ترلاسه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب