1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتاروپا

افغان بریک نڅاګره ولې له المپیک سیالیو بهر شوه؟

۱۴۰۳ مرداد ۲۰, شنبه

د المپیک سیالیو کې احتمالي ګډون کوونکې افغان بریک نڅاګره پر خپلو جامو د «افغان ښځې آزادې کړئ» د شعار لیکلو له کبله د دغو سیالیو له کوالیفای لوبو محرومه شوه. د المپیک سیالیو په قوانینو کې سیاسي شعارونه مجاز نه دي.

د المپیک سیالیو کې احتمالي ګډون کوونکې افغان بریک نڅاګره منیژه تلاش پر خپلې خولې د یوه شعار لیکلو له کبله له دغو لوبو محرومه کړل شوه.
د المپیک سیالیو کې احتمالي ګډون کوونکې افغان بریک نڅاګره منیژه تلاش له دغو لوبو محرومه کړل شوه. انځور: Omar Sobhani/REUTERS

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۹مه) د المپیک په سیالیو کې د بریک نڅا په برخه کې افغان کډواله منیژه تلاش، په لوبو کې د سیاسي فعالیت له کبله له دغو لوبو محرومه شوه. د جمعې په ورځ ټاکل شوې وه چې تلاش له خپلې هندۍ سیالې سره رقابت وکړي څو وکولی شي د المپیک په اصلي لوبو کې ګډون وکړي خو د لوبې پرمهال یې داسې جامې په تن کړې وې چې ورباندې «افغان میرمنې آزادې» کړئ شعار لیکل شوی وو. دغې ۲۱ کلنې افغان کډوالې په المپیک سیالیو کې د کډوالو په استازیتوب ګډون کوو.

د المپیک سیالیو د لوبو پرمهال سیاسي شعارونه او فعالیتونه منع دي. د نڅا سپورټ نړیوال فدراسیون تر دغې پیښې وروسته یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې راغلي: «هغه [منیژه تلاش] د یوه سیاسي شعار په ښوولو د کوالیفای راونډ څخه وړاندې له لوبو محرومه شوه.» وروسته له هغې چې په ۲۰۲۱م کال کې طالبان په افغانستان کې بیا ځلې واک ته ورسیدل، تلاش هسپانیا ته پناه یوړه او په همدې هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

منیژه تلاش په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته هسپانیې ته کډواله شوه. انځور: Omar Sobhani/REUTERS

منیژې تلاش د المپیک سیالیو څخه وړاندې په هسپانیا کې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي ول چې «زه دلته یم څو خپل خوب په حقیقت بدل کړم. نه له دې کبله چې زه ویریدلی یم.»

د المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه، د کوالیفای دغه سیالۍ د همدې کال په مې میاشت کې له هندۍ سردوجي سره اعلان شوې وه ترڅو تلاش وکولی شي په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي. منیژه تلاش په افغانستان کې د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو پر وړاندې د خپلو هلو ځلو له کبله د المپیک د نړیوالې ټولنې د اجرائیه کمیټې له لوري دغې سیالۍ ته دعوت شوې وه.

ا.خ.ح / ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب