دغه کس يو ۲۴ کلن افغان ښودل شوی دی چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنه کړې ده. نوموړی بايد د چېک د پيلزن ښار د آيالتي محکمې د پرېکړې له مخې ۲۲ کاله په زندان کې تېر کړي. د بند تر دغې مودې وروسته ښايي نوموړی له چېک څخه افغانستان ته اخراج هم شي. د محکمې د څرګندونو له مخې دغه سړي د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ يعنې د نوي کال په ورځ کارلسباد يا کارلووي وري ښار ته سفر وکړ څو نوی کال او خپله کليزه هم ونمانځي.المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی
هلته نوموړی له يوې ۳۷ کلنې ښځې سره مخامخ شو چې د یوې چړې په مټ يې د هغې پر ټټر او خېټې باندې درې ګوازره وکړل. نوموړې د جدي مراقبت په څانګه کې تر درمنلې وروسته ژوندۍ پاتې شوه. وروسته دغه سړي يوې ۱۹ کلنې ښځې ته په همدې چړې ګواښ وکړ او جنسي تېری يې ورباندې وکړ. نوموړی په تېښته بريالی، خو وروسته بيا ونيول شو. د المان حکومت افغانستان ته د مجرمینو پر اخراجولو غور کوي
د پوليسو د پخوانيو څرګندونو په حواله د الکول تر يوه تېست وروسته د ۱،۲ پروميل په اندازه الکول د هغه په وينه کې تثبيت کړل. محکوم شوي کس د محمکې په وړاندې وويل چې د یادو پېښو هيڅ څه يې په ياد کې نه دي پاتې. دغې قضيې ته په چېک جمهوريت کې د ډېرو خلکو پاملرنه اوښتې ده. د کارلسباد ښار له پلازمېنې پراګ څخه ۱۱۰ کیلومتره لويديځ لوري ته پروت دی. هغه د اوبو د چينو په درلودلو سره د يوولس دوديزو ښارونو څخه يو دی چې د يونسکو په نړيوال ميراث کې شامل دی او »د اروپا د اوبو او چينو تر ټولو مهم ښارونه« بلل کيږي.
د مهاجرو د جرمونو پر ضد د ښی اړخو غبرګون
له یوې خوا په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو خبره کیږي، بل لور ته په دې هیواد کې د ښي اړخو له خوا د بهرنیانو ضد احساسات هم مخ پر ډیریدو دي. نور تفصيل په انځوریز رپوت کې لوستلای شئ.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitasد یوه آلماني وژل کیدل او د مظاهرو پیل
د آلمان په کيمنيڅ کې ښی اړخو ډلو هغه وخت د مظاهرو لړۍ پیل کړه، چې یو آلمانی ووژل شو. د دغه آلماني په د قتل په تور بيا دوه مهاجر ونيول شول.
انځور: Jan Woitas/dpa/picture allianceکله چې د روانې میاشتې پر ۷ نیټه په ښی اړخو ډلو پوري اړوندو کسانو مظاهرې وکړې، د کيمنيڅ ښاریانو بیا د دغو مظاهره کوونکو پر ضد سړکونو ته راووتل.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitasد همدې مظاهرو پر مهال د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د مهاجرو په مخالفت کې یوه تنقیدي وینا وکړه. هغه ویلي ول چې مهاجرت د ټولو ستونزو مور ده. زیهوفر په کيمنيڅ کې د ښي اړخو پر مظاهرو نیوکه هم ونه کړه.
انځور: Imago/Sven Simon/F. Hoermannد میا وي. قاتل ته د اعدام سزا
د سپټمبر پر دریمه نیټه د آلمان په سویل لویدیځ ښار لنداو کې محکمې عبدل (دی) په نوم یو افغان پناه غوښتونکي ته د یوې پنځلس کلنۍ آلمانۍ میا (وي) د وژنې په جرم اته نیم کاله بند سزا واوروله. د میا (وې) تر وژنې وروسته هم د هغې په ښار کانډل کې هم د مهاجرو ضد مظاهرې شوي وې.
انځور: DW/A. Prangeد تیرې اونۍ په پای کې د آلمان په درام شتد کې محکمې یو بل افغان ته د ۷ کاله بند سزا واوروله. نوموړی افغان پناه غوښتونکی په دې تورن وو چې خپله ۱۷ کلنه ملګرې یې په چاقو ډیره سخته ټپي کړې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Steinکوتن کې د یوه آلماني وژنه
په کيمنيڅ کې جنجال لا پای ته نه وو رسیدلی چې د دوو افغان پناه غوښتونکو او یو ۲۲ کلن آلماني تر منځ فزیکي شخړه رامنځته شوه او په پای کې آلمانی مړ شو. دې پيښې یو وار بیا غوغا رامنځته کړه. د کورنیو چارو ایالتي وزیر هولګر شتالک نیخت، پر خلکو غږ وکړ چې آرام پاته شي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Heinد سیمه ایز پولیسو په حواله د «کیمنتڅ پرو» ډلې د ټولنیزو رسنیو له لارې خلک مظاهرو ته وربللي ول. د اټکلونو له مخې په دغو مظاهرو کې ۲۵ زره کسانو برخه اخیستې وه چې په دوی کې له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پورې ښی اړخو هم ګډون کړی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow