1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۳ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، له دې ډلې یوشمېر یې د مرستو په موخه د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپيژندل شوي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو رااېستنه
له ایران څخه د افغان کډوالو رااېستنهانځور: DW/S. Tanha

د طالبانو ادارې د کډوالو چارو وزارت وايي، ۳زره او ۱۸۶ افغان کډوال تېره ورځ (د ۲۰۲۳ میلادي کال د مۍ ۲۹مه) د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

ددغه وزارت په ټویټرپاڼه لیکل شوي: «د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې ۸۸۲ تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.»

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي چې راستانه شویو کډوالو لپاره د کاري زمینو برابرولو پلان ترلاس لاندې لري.

هغه ددغو افغان کډوالو تر راستنېدو یوه ورځ وړاندې پر نړېوالو غږ کړی وو چې افغانانو سره بنسټيزې مرستې وکړي.

اړوند مطالب:له ایران څخه په یوه میاشت کي ۶۴ زره افغان کډوالو ایستل شوې

طالب چارواکي داسې مهال له ایرانه د زرهاوو افغان کډوالو د راستنېدو اعلان کوي، چې ددې ډلې په واکمنېدو سره افغانستان کې بې وزلي ډېره شوې او د بې کاری کچه هم ورځ په ورځ لوړیږي.

د خوړو نړېوال پروګرام یا WFP یو تازه رپوټ ښيي چې د نړۍ په اتلسو هېوادونو کې چې افغانستان هم په دې نوملړ کې شته، لوږه او بې وزلې د ډېرېدو په حال کې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل