1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپیک لوبو یو افغان لوبغاړي جرمني کې پناه اخستې

01:19

This browser does not support the video element.

۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبه

محمود نور زاهي د پاریس سږنیو المپیک سیالیو کې د خپل هېواد افغانستان استازولي وکړه؛ خو تر لوبو وروسته یې د المان په بایرن ایالت کې د پناه غوښتنه کړې. دې ۳۳ کلن افغان لوبغاړي چې د کډوالۍ په کلونو کې یې ایران کې روزنه لیدلې، د طالبانو له ویرې یې هېواد پرېښی او اوس هیله لري، چې په سویلي المان کې ژوند وکړي. نوموړی نيت لري، چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک سیالیو کې ګډون وکړي، کومې چې په لاس انجلس کې کېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب