کډواليبلغاریا
بلغاریا کې د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندل شوي
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبهاعلان
د رپوټونو له مخې، د پلازمینې صوفیا شمال ختیځ ته ۲۰ کیلومتره لرې په «لوکورسکو» کلي کې ځايي خلکو دغه لاری موندلې او په اړه یې پولیسو ته خبر ورکړی.
یوه ځايي څارنوال AFP خبري آژانس ته وویل: «د لومړنیو رپوټونو له مخې، هغوی د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي، ځکه ډېر خلک په ډېر کوچني ځای کې ځای پر ځای شوي ول.»
ځايي روغتیايي چارواکو ویلي چې په مړو شویو کې یو ماشوم هم شته چې ښايي شپږ یا اوه کلن به وي.
اړوند مطالب:د اتو افغان کډوالو جسدونه افغانستان ته ولیږدول شول
د دغو چارواکو په خبره لومړنۍ څېړنې ښيي چې په لارۍ کې سپاره کسان افغانان ول، چې له ترکیې راغلې او غوښتل یې چې د بلغاریې له پولې تېر شي.
د رپوټونو له مخې، له پېښې وروسته د بلغاریې پولیسو څلور کسان د انساني قاچاق په تور نېولي دي.