1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 ځيني افغان مهاجر ولي له فرانسې څخه انگلستان ته ځي؟

۱۴۰۱ فروردین ۱۲, جمعه

ځیني هغه افغانان چي په وروستيو ۷میاشتوکي او یا هم پخوا فرانسې ته رسېدلي، د هغه ځای له خدمتونو څخه راضي نه دي او انگلستان ته ځي. یو تن یې څو ورځي مخکي د فرانسې په لیون ښار کي د نامعلومو دلایلو له امله په اوبو کي غرق سو.

Migranten ertrinken beim Überqueren des Kanals nach Großbritannien
انځور: Gonzalo Fuentes/REUTERS

هغه افغان مهاجر چي په تیرو اوو میاشتو کي د فرانسوي ځواکونو له خوا نوموړي هیواد ته انتقال سوي، په افغانستان کي د خپلو کورنیو او دوستانو د وضعیت له امله په اندېښنه کي دي او ځیني یې حتی له روحي او رواني مشکلاتو سره مخامخ سوي.

محمد حیدري یو افغان فلم جوړونکی دی او واک ته د طالبانو له رسیدو سره سم، د فرانسوي سرتیرو له خوا له کابل څخه فرانسې ته انتقال سو. هغه که څه هم په فرانسه کي له خپل ژوند څخه راضي دی، خو وايي چي د طالبانو په راتگ سره یې په یو وار۲۰ کلني لاس ته راوړني له منځه تللې دي.

هغه دا خبره تائیدوي چي په فرانسه کي یو شمیر افغان مهاجر له روحي ستونزو سره مخامخ دي او ځیني یې سره له دې چي قبول سوي هم دي، په غیرقانوني ډول نورو هیوادونو لکه انگلستان ته ځي.

هغه وایی: «زموږ افغانانو یو لوی مشکل دادی چي په هیڅ شي باندي قناعت نه لرو، تل په دې هڅه کي یو چي داسي یوه ځای ته ولاړ سو چي د کار، ژوند کولو، پیسو پیدا کولو او نورو تجهیزاتو د آماده کولو له پاره تر ټولو ښه او وړیا امکانات موجود وي او ښايي دغه ډول امکانات په لندن کي وي، نو ځیني کسان هڅه کوي چي دغه ښار ته ولاړ سي.»

په ژبه نه پوهیدل، د امکاناتو کمښت، په کمپ کي ژوند کول، صحي چارو ته په سم ډول نه لاس رسی او بیکاري، په فرانسه کي د افغان مهاجرو عمده مشکلات دي چي هغوی ورسره مخامخ دي.

هغه افغان مهاجر چي په تیرو اوو میاشتو کي له کابل څخه پاریس ته انتقال سوي، زیاتره یې خبریالان، هنرمندان او داسي کسان ول چي په افغانستان کي یې ښه کار او ژوند درلود. خو هغوی وايي چي یو وار بیا د دا ډول کار تر لاسه کول سخت او ناممکن دی.

خبریاله ربابه رضايي چي له بامیان څخه فرانسې ته تللې، وايي چي له هیواد، کورنۍ او دوستانو څخه لیري والی او بېکاري د دې سبب سوي چي له دیپریشن او رواني ستونزو سره مخامخ سي.

هغه اوه میاشتي کیږي چي د فرانسې د لیون ښار په یوه کمپ کي له خپل مېړه سره یو ځای ژوند کوي او د هغه ځای له خدماتو څخه راضي نه ده او د امکاناتو له کمښت څخه سرټکوي.

هغې دویچه ویلي ته وویل: »په دغه هیواد کي مهاجر له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي. د هغوی د پناهندگۍ عریضو ته رسیدگي ډېره ورو ده. صحي مشکلاتو ته لږ پاملرنه کیږي او د ځوانانو له پاره د کار زمینه هم کمه ده او دا د دې باعث کیږي چي یو شمیر مهاجرین نورو هیوادونو ته وتښتي.«

یو شمیر هغه مهاجرین چي مخکي لا انگلستان ته تللي، وايي چي په دغه هیواد کي، د قبولۍ، کار پیدا کولو، خدماتو او امکاناتو ښه زمینه برابره ده. ډېر مهاجر په انگلیسي ژبه پوهيدل د دې سبب ګڼي چي په مخ پر زیاتیدونکي ډول خلک هڅه وکړي تر څو دغه هیواد ته ځان ورسوي او هلته پناه واخلي.

انگلستان ته د اروپايي ټولني د نورو هیوادونو په تیره بیا له فرانسې څخه تگ که څه هم  آسانه او ساده کار نه دی، خو بیا هم ناممکن نه ښکاري. هغه کسان چي د اوبو له لاري داسي یو گام اخلي، خپل ځان په خطر کي اچوي او په کال کي په لسونو کسان په اوبو کي ډوبیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

GP/NZ/Akrami

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل