په دې وروستیو کې د افغانستان یوه پخواني پيلوټ د ایران په مشهد ښار کې د اخراج سند له ترلاسه کولو وروسته ځانته اور واچاوه. دغه پيښه د هغو شدیدو فشارونو منعکس کوونکې ده چې په ایران کې یو شمیر افغان مهاجر ورسره مخامخ دي.
ایراني چارواکو ویلي دي چې په ایران کې شاوخوا دوه میلیونه افغان مهاجر د اقامې اسناد نه لري او باید له دې هیواد څخه ووځي.انځور: Mohsen Karimi/AFP
اعلان
د افغانستان د هوایي ځواکونو د یوه پخواني پیلوټ محمد امیر توسلي، د ځان وژنې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېره لاس پر لاس شوه، خو ایراني رسنیو دې موضوع ته چندان توجه ونه کړه.
د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته د افغانستان ډېر پخواني نظامیان ایران او پاکستان ته مهاجر شول او اکثره یې په دې تمه ول چې له دې لاري به وکولی شي لوېدیځو هیوادونو ته مهاجرت وکړي.
د ایران حکومت لومړی یوه سر شمیرنه ترسره کړه او هغو مهاجرو ته چې د اقامې اسناد یې نه درلودل د سر شمېرنې پاڼې وویشلې، خو وروسته یې بیا دغه سندونه باطل اعلان کړل او هغوی ته یې د وتلو سند یا پاڼې وکړې.
د توسلي، د کورنۍ یوه غړي د «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته تائیده کړې ده چې هغه پخوانی پیلوټ و او د رواني پریشانۍ ستونزه یې درلوده او د اخراج سند له ترلاسه کولو وروسته یې ځان سوځولی دی.
شدید رواني فشار
په ایران کې افغان مهاجر وايي چې د سر شمیرنې د فورمو باطل کیدو او د اخراج پاڼو توزیع کیدو هغوی، په ځانګړي توګه پخواني نظامیان او د بشري حقونو فعالان تر سخت رواني فشار لاندې راوستلي دي.
په ایران کې افغان مهاجرو دویچه ویله ته وویل چې د ایران د بهرنیو اتباعو د چارو ادارو مجردانو ته دوه تر درو اونیو او هغو کورنیو ته چې ماشومان یې په ښوونځیو کې دي یو څه ډیر وخت ورکړی دی، څو له ایران څخه ووځي.
شبانه چې نه یې غوښتل بشپړ نوم یې واخیستل شي او د یوه پخواني نظامي افسر مېرمنه ده دویچه ویله ته وویل: «وضعیت ډير خراب او خواشینونکی دی او خلک تر سخت روحي او رواني فشار لاندې دي.»
د هغې په خبره د پخوانیو نظامیانو او هغو کسانو چې په پخواني حکومت کې د کار کولو له امله د طالبانو په واکمنۍ کې ځان په خطر کې ویني سربیره، هغه کورنۍ چې د کلونو راهیسې یې په ایران کې ژوند کړی دی هم افغانستان ته د بیرته ستنول کیدو له کبله اندیښمن دي.
د ایران او ترکیې په پوله افغان مهاجر
په داسې حال کې چې د نړۍ پام له کابل څخه د ائتلافي ځواکونو د ځايي همکارانو رایستلو ته متمرکز دی، د ترکیې او ایران پر پولو فشار پر زیاتیدو دی. د ناټو چارواکو د افغانستان له ګاونډیانو د پولو د پرانیستو غوښتنه کړې.
انځور: ISNA
د ایران پر پوله افغان مهاجر
د افغانستان د مرکزي دولت په پاشل کیدو سره، ډیر شمیر افغانان د نورو هیوادونو په تکل له خپله هیواده ووتل. هغو کسانو چې ویزه او مالي امکانات یې درلودل، له هوایي لارو او نورو لارو مشهد ته ورسیدل. په وروستیو ورځو کې ډیری کسانو هڅه وکړه چې په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شي، چې د سرحدي ځواکونو له خوا یوه ځای ته راټول شوي.
انځور: ISNA
ایران ته د امنیتي ځواکونو اوښتل
د طالبانو د پرمختګ پر مهال، د افغانستان امنیتي ځواکونو ډیرې سیمې بې له مقاومته پریښودې. یو شمیر افغان امنیتي ځواکونه د میلک له سرحده یران ته واوښتل. د ایران او طالبانو د مسوولینو ترمنځ تر ناستې وروسته دغه کسان بیرته افغانستان ستانه کړل شو. د دغو کسانو د برخلیک په هکله معلومات نه شته چې آیا هغوی د طالبانو په صفوفو کې ځای پر ځای شوی او که خپل «عادي» ژوند ته ورګرځیدلي؟
انځور: FARS
د زرونو افغان مهاجرو بیرته ستنول
د ایران د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه کسان د ایران خاورې ته تر داخلیدو وروسته د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د ملا شریف په اډه کې راټوليږي او د سرې میاشتې له خوا تر لنډ «هرکلي» وروسته د ۲۴ ساعتونو په موده کې د ایراني چارواکو له لوري د میلک د پولې بیرته افغانستان ته ګرځول کیږي.
انځور: ISNA
"کمپ نه دی جوړ شوی"
په وروستیو کې د ایران د اتباعو د چارو مدیر، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران د مهاجرو او بې ځایه شوو د منلو له پاره کوم نوی کمپ نه دی جوړ کړی. د هغه په خبره اصولا داسې نه بریښي چې د افغانستان فضا دې داسې وي چې د بې ځایه شوو کسانو او مهاجرو نوې څپه دې د ایران پر لور حرکت وکړي، نو له دې کبله په دې اړه چمتووالي ته اړتیا نه شته.
انځور: ISNA
د کابل هوایي ډګر شا او خوا وضعیت
د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د هغو کسانو پر وړاندې چې د افغانستان څخه د وتلو نیت لري، د طالبانو چلن هم سخت شوی دی. په پام کې ده چې له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د ائتلافي ځواکونو د ځایي همکارانو د رایستلو پروسه د اګست په ۳۱مه پای ته ورسیږي. څارونکو په دې آند دي چې د کابل هوایي ډګر په بندیدو سره به د پولو له تیریدو فشار هم زیات شي.
انځور: ISNA
"ګاونډیان دې پولي پرانیزي"
په کابل کې د ناټو یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ د رویترز له خبري آژانس سره په خبرو کې د افغانستان له ګاونډیانو څخه د پولو د پرانیستې غوښتنه وکړه. هغه ویلي دي: «ایران، پاکستان او تاجیکستان باید د ځمکي او هوایي لارې لا زیاتو کسانو ته د داخلیدو اجازه ورکړي.»
انځور: ISNA
د ترکیه پر پوله افغان مهاجر
ترکیې له میاشتو راهیسې له ایران سره پر پوله د دیوال په جوړیدو سره د افغانستان پيښو ته غبرګون وښود. خو پر دې سربیره هم دغه هیواد په خپلو ختیځو پولو ورځ تر بلې د افغان مهاجرو د زیاتیدو شاهد دی.
انځور: Necmettin Karaca/picture alliance/AA
د سرحدي ګزمو زیاتیدل
د ترکیې سرحدي ځواکونو په وروستیو ورځو کې له ایران سره پر پوله خپلې هوايي او ځمکنۍ ګزمې زیاتې کړي دي. ترکي چارواکو ویلي دي چې شا او خوا ۱۸۲ زره ثبت شوي افغانان او ۱۲۰ زره نور چې ثبت شوي نه دي په ترکیه کې ژوند کوي.
انځور: Ali Ihsan Ozturk/Demiroren Visual Media/abaca/picture alliance
ترکیې ته په راتلونکو اوونیو کې د مهاجرو څپه؟
د ترکیې سرحدي ځواکونو د پولو د کنترول پاره د څارنې برجونه جوړ کړي او له بې پيلوټه الوتکو او د شپې له دوربین څخه استفاده کوي. ترکي چارواکو ویلي دي چې د طالبانو تر تسلط وروسته د افغانانو د مهاجرت د زیاتیدو شاهدان نه دي، خو د کابل د هوایي ډګر تر تړل کیدو وروسته ترکیې ته د نوو مهاجرو رسیدل له افغانستان څخه د لیرې والي له کبله ښایي څو اوونۍ وخت ونیسي.
هغه کسان چې د پولیسو له خوا نیول کیږي د امنیتي ارزونې له پاره، د ګوتو د نښو او عکس اخیستلو له پاره یوه مرکز ته بیول کیږي. په یوه مرکز کې یوه مهاجر وویل: «یوه میاشت دمخه یې په کابل کې خپل کور پریښود او ویره یې درلوده چې له امریکایانو او ترکانو سره د د موټر چلوونکي په توګه د کار کولو له کبله د طالبانو د غچ اخیستې سره مخامخ نه شي.»
انځور: Emrah Gurel/picture alliance/AP
افغانستان ته د اخراج لړۍ ځنډول
بیا وروسته افغان مهاجر د ترکیې په ختیځ کې د وان په ښار کې د بیا ستنولو مرکز ته ګرځول کیږي او کولی شي چې خپل هیواد ته د بیرته ستنولو دمخه تر ۱۲ میاشتو هلته پاتې شي. اوسمهال افغانستان ته د دغو مهاجرو د اخراج لړۍ درول شوې او شا او خوا ۷۵۰۰ کسان په دغه مرکز کې ساتل کیږي.
انځور: Emrah Gurel/picture alliance/AP
هغه کسان چې خوندیتوب ته اړتیا لري
د ترکیې د مهاجرت ادارې مرستیال رمضان سچیلمیش، ویلي دي چې دغه اداره هڅه کوي چې د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخامخ کسان مشخص کړي او دریم هیواد ته انتقال شي. هغه زیاته کړې: «هغه کسان چې محافظت ته اړتیا لري له هغو کسانو بیل شي چې د اقتصادي ستونزو له کبله زموږ هیواد ته راغلي دي. موږ نه شو کولی چې ټول کسان له دې کبله چې د افغانستان تابعیت لري په اتومات ډول اخراج کړو.»
انځور: Emrah Gurel/picture alliance/AP
د مهاجرو مخنیوی
د هغو کسانو په ډله کې چې ترکیې ته رسیږي، ښځې او ماشومان هم شته. ایران او ترکیه یوازې هغه هیوادونه نه دي چې د افغان مهاجر د ورتګ مخنیوی کوي. یونان هم پر پوله د ۴۰ کیلومتره په اوږدو کې کټارې او نظارتي سیستمونه نصیب کړي دي، څو اروپا ته د مهاجرو د راتګ مخه ونیسي.
انځور: Emrah Gurel/picture alliance/AP
انځورونه1 | 14
شبانې زیاته کړه: «له بده مرغه له کله راهیسې چې يې د سرشمیرنې فورمې باطل اعلان کړي او د اخراج ورقې یې ویشلي په ایران کې زموږ د هیوادوالو وضعیت هم له رواني او هم له نورو اړخونو ډېر خراب دی. په ځانګړي توګه هغه نجونې چې دلته ښوونځي ته ځي ډیر ناهیلي دي او ژاړي.»
یوه بل مهاجر چې ونه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي هم وویل: «روحي او رواني ستونزې ډیرې زیاتې دي. په ځانګړي توګه هغه کسان چې له کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او ماشومان ېې دلته زیږیدلي دي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند کولو تصور او خپلو اولادونو راتلونکي ته ډیر اندیښمن دي.»
اعلان
پخوانیو نظامیانو لنډمهاله اسناد
په ایران کې یو شمیر افغان مهاجرو دویچه ویله ته وویل چې پخوا به د ایران حکومت پخوانیو نظامیانو ته د لنډمهاله اقامې اسناد ورکول او خبرې اترې روانې دي چې دغه بهیر ادامه پیدا کړي.
یو بل مهاجر چې له دویچه ویله سره یې خبرې کړي وویل: «زموږ د کورنۍ یو غړی چې پخوانی نظامي وو د اخراج کمپ ته وړل شوی و. کله مو چې مراجعه وکړه ویې ویل که اسناد لرئ چې هغه یو پخوانی نظامي دی، نو کولی شئ له ځان سره یې بوزئ او نه اخراجیږي.»
خو سره له دې هم په دې برخه کې ظاهراً کوم رسمي میکانیزم شتون نه لري. دغو سرچینو دویچه ویله ته وویل چې د یو شمیر افغان سیاسي جریانونو دفترونه دغه موضوع د ایران د مهاجرت له ادارو سره مخته وړي، څو د پخوانیو نظامیانو د اخراج مخه ونیول شي.
د افغانانو پر بیرته ستنونې ټینګار
ایران د لویدیځ د بندیزونو له کبله له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د دغه هیواد چارواکو په تکرار سره ویلي دي چې د میلیونونو افغان مهاجرو د کوربتوب توان نه لري.
ایراني چارواکو ویلي دي چې په ایران کې د شاوخوا ۶ میلیونه افغان مهاجرو [البته د ایراني چارواکو د ادعا له مخې] څخه دوه میلیونه یې د اقامې اسناد نه لري او باید له دې هیواد څخه ووځي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په تیر لمریز کال کې تر یوه میلیون ډیر افغان مهاجر له ایران څخه اخراج شوي یا بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
له طالبانو سره د اړيکو پراخيدل؛ ایران د څه په لټه کې دی؟