1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: ترافیکي پیښه کې درې افغانان مړه او نهه ټپیان دي

۱۴۰۰ بهمن ۳۰, شنبه

ایراني رسنیو په ایران کي په افغان مهاجرو ډک یوه موټر له چپه کیدو څخه خبر ورکړی دی. په دغه پیښه کي درې تنه مړه او ۹ تنه نور ټپیان سوي دي. ویل کیږي چي دغه کسان په قاچاقي ډول نوموړي هیواد ته داخل سوي ول.

Iran Reaktion auf Tod eines Polizisten
انځور: Hamshahrionline

د موټر د چپه کیدو دغه پیښه د جمعې په ورځ د (فبرورۍ پر ۱۸مه) د بندر عباس د کهنوج په جاده کې رامنځته سوې ده. د ایراني رسنیو په حواله، د افغانستان دغه اتباع په غیرقانوني ډول ایران ته داخل سوي ول. هغوی په یوه پراید ډول موټر کي سپاره ول چي دغه پیښه رامنځ ته سوه.

د جیرفت د طبي علومو د پوهنځي د روغتون یوه مسئول ویلي چې د افغانستان درې تنه اتباع چې د موټر شاته سپاره ول وژل سوي او د اتو افغان مهاجرو او د هغوی  یوه ایراني موټروان په گډون نهه تنه ټپیان سوي دي. د نوموړي پیښې مړي او زخمیان د کهنوج روغتون ته انتقال سوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتگ او د فقر او بیکارۍ په زیاتولي سره، خلک له بیلابیلو لارو هڅه کوي چې له دغه هیواد څخه ووځي. له هغوی څخه ډیری کسان هلې ځلې کوي چې گاونډیو هیوادونو په ځانگړي ډول ایران او پاکستان ته پناه یوسي. د رپوټونو په حواله ډیری هغه مهاجرین چې د طالبانو له ویرې ایران ته تښتیدلي، لا هم پر سړکونو سرگردان گرځي او هغه کسان چې پر دې توانیدلي، کوم کار ځانته پیدا کړي، په ویره کې شپې او ورځې تیروي.

GP/KH/AG