1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ايټاليا څخه آلمان ته د ځينو افغان مهاجرو مخه نيول سوې

۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سه‌شنبه

د جرمني د روزین هام پولیسو د هغو افغان مهاجرو د راتگ مخه نیولې چي مخکي تر هغه یې ایټالیا ته پرواز کړی وو. یوه اونۍ مخکي هم پولیسو یوه افغانه کورنۍ ونیوله چي پرته له قانوني اسنادو یې آلمان ته د ننوتو هڅه کوله.

Deutschland BerlinRazzia gegen Schleuser
انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

د جرمني د روزین هایم فدرالي پولیسو ویاند، راینر شارف د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چي یوازي د شنبې او یکشنبې په ورځو له هغو دریو کسانو څخه تحقیقات پیل سوي چي ۱۴ افغانان یې په قاچاقي ډول آلمان ته انتقال کړي ول. د هغه په خبره دغه افغانان مخکي له هغه د ایټالوي پوځي الوتکو په مرسته له کابل څخه انتقال سوي ول.

کیفرفیلدین ته نیژدې سرحد کي له ایټالیا څخه راغلی یو موټر په داسي حال کي ودرول سو چي یو افغان فامیل پکښي سپور وو. یوازي آیرلندي موټروان قانوني اسناد درلودل، خو دغو افغانانو بیا آلمان ته د ننوتو له پاره کوم قانوني اسناد نه درلودل. د دغي کورنۍ پلار ویل چي غواړي له خپلي مېرمني او دوو اولادو سره د جرمني په نیدرزاکسن کي د خپلوانو لیدو ته ورسي.

۱۰ کسان نور افغانان بیا پرته له اسنادو په یوه بس کي نيول سوي دي. هغوی هم د خپلو معلوماتو له مخي له کابل څخه د ایټاليا په يوه پوځي الوتکي انتقال سوي ول. دغو کسانو په ایټالیا کي د پناه غوښتني عریضه ورکړې وه. له هغوی سره دوه نارینه هم سپاره ول چي ښايي د دغه بس سفر یې سازمان دهی کړی وو.

دغه کسان د قاچاق په تور پولیسو ته معرفي سول. پر افغانانو باندي هم د غیرقانوني سفر کولو تور لگول سوی او له خپلو کوچنیانو سره یو ځای د مهاجرو لومړنيو کمپونو ته انتقال سوي دي. یوه اونۍ مخکي هم د آلمان پولیسو، روزین هایم ته نیژدې له ایټالیا څخه راغلي یوه ریل کي، یوه پنځه کسیزه افغانه کورنۍ ونیوله. د دغي کورنۍ د پلار په خبره هغوی هم له کابله د ايټاليا په يوه پوځي الوتکه را انتقال سوي ول.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب