خدای نور ناصر
۱۴۰۴ آذر ۷, جمعهپه پاکستان کې د افغان کډوالو د کمپونو د ختمېدو تر اعلان وروسته هلته د کډوالو اکثره کمپونه خالي شوي او کډوالو ترې کډې کړې دي. د پښتونخوا په هریپور سیمه کې د افغان کډوالو کمپ هم تر نیمايي زیات خالي شوی او لږ کورنۍ پکې پاتې دي. په پاکستان زموږ خبریال خدای نور ناصر همدې کمپ ته ورغلی او دا رپوټ يې رالېږلی دی.