د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت وايي ۵۴ افغانان د پاکستان له زندانونو تر خلاصېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. د رپوټونو مطابق، په وروستیو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه د هغو افغانانو نېونې زیاتې شوي چې اسناد نه لري.
اعلان
په داسې حال کې چې په ځانګړې توګه په اسلام آباد کې د افغانانو د نیولو رپوټونه ورکول کیږي، د طالبانو ادارې له پاکستانه، هېواد ته د څه باندې ۵۰ افغانانو د بېرته راستنېدا خبر ورکړی دی. طالبان وايي دغه افغانان تازه د پاکستان له زندانونو آزاد شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دغه افغانان په دې دليل چې په پاکستان کې ېې د اوسېدو «قانوني اسنادو» نه لرل، پولیسو نیولی ول. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې دغه افراد شاوخوا یوه میاشت د پاکستان په زندانونو کې بندیان ول.
له دې سره هم مهاله د افغان مهاجرو یو استازي ویلي دي چې په وروستیو څو ورځو کې يوازې په اسلام آباد کې تر ۲۰۰ پورې افغانان د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو هغه غوښتنې رد کړي چې په ټولیز ډول دې کډوال نه اخراجوي. طالبانو هم له پاکستان غوښتي و چې دغو کډوالو ته دې وخت ورکړل شي څو بيرته ستنېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
«نه غواړم مړه شم»
یو شمیر افغانانو پاکستان کې اعتراضونه هم وکړل. دغو کډوالو ویلي دي د یو شمیر ګواښونو له امله نشي کولی، افغانستان ته ولاړ شي. دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، یو شمیر شعارونه لیږدول لکه: «نه غواړم مړه شم» او یا هم «بیرته ستنیدل ودروئ».
انځور: Ali Kaiffee/DW
د خلکو او لاريو اوږده کتارونه
د چهارشنبې په ورځ او همدا راز نن، پنجشنبه هم د خلکو او لاريو اوږده کتارونه په تورخم کې په تمه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
نه پاتېدلی شي او نه یې هم تللو ته زړه ښه دی
لسیزې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دی. له دوی څخه یې ډیر شمیر قانوني اسناد هم ترلاسه کړي. پر دې سربیره لاهم ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دغه کډوال داسې یوه هیواد ته ستنیږي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دی.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
افغان کډوال د اخراج په یوه مرکز کې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له بیا راتلو شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته تللي دي. لکه څنګه چې دغو انځورونو کې ښکاري یو شمیر کډوال لندي کوتل کې د کډوالو په یوه مرکز کې د بیرته ستندیو لپاره راټول شوي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
ولې افغانان له پاکستانه ایستل کیږي؟
شنونکي وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي ډېروالی، اقتصادي کړکېچ او د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو ترینګلتیا د دغه ډله ایز اخراج لاملونه دي.