د ترکیې پوليسو په لسونو افغان او پاکستاني کډوال نيولي دي
۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبهد آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله د ترکیې پوليسو ويلي دي چې د دغه بار وړونکي موټر چلوونکی یې نيولی دی.
د «ديمیرورن» په نامه يوه خصوصي خبري آژانس په حواله دغه بار وړونکې لارۍ ختيځ ښار وان کې د ایران سرحد ته څېرمه هغه وخت درول شوې وه چې يو لاروی ورسره تر ټکر وروسته مړ شوی وو.
د خبري آژانس په حواله پوليسو بيا په دغه لارۍ کې چې د هوا هيڅ سيستم یې نه درلود، ښځي او ماشومان وموندل او هغوی یې د پوليسو مرکز ته انتقال کړل. دا لا روښانه نه ده چې دغه لارۍ چيرته روان وو.
اړونده موضوع: یوه ډله افغان مهاجر څنګه په یخچالي لاریو کي جرمني ته ورسیدل؟
وان ښار پر هغه مسير پروت دی چې پناه غوښتونکي او مهاجر یې اروپا ته د رسيدو په هیله د يوې دروازې په توګه کاروي.
په وان ښار کې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰م کلونو کې د کښتۍ په دوو خواشينونکو پېښو کې تر ۶۰ زيات کډوال مړه شوي ول.
ب. ص/ ن. ز (dpa)
زموږ له آرشيف څخه