1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۰۰ میليونو ډالرو غوښتنه

۱۴۰۱ اسفند ۲۵, پنجشنبه

ملګرو ملتونه اعلان کړی دی چي د افغان کډوالو د ملاتړ او د کوربنو ټولنو له پاره ۶۱۳ میليونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري. دغه سازمان له نړيوالي ټولني غواړي چي افغانان نه هېر او نه له پامه وغورځوي.

پاکستان/ د افغان ماشومانو لپاره د کډوالو ښوونځی
پاکستان/ د افغان ماشومانو لپاره د کډوالو ښوونځیانځور: Ali Kaifee/DW

د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د کډوالو چارو ادارې (یو ان اچ سی ار) او د دغه سازمان مرستندویه شریکان د ۷،۹ میليونه کسانو له پاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده، چي په دې کي ۵،۲ میليونه کډوال او ۲،۷ میليونه نور د سیمي په کچه د کوربه هیوادونو سیمه ایز خلک دي. 

شابیه منتو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ ویاندي د سې شنبې په ورځ په ژینو کي وویل، د دغوکډووالو او سیمه ایزو ټولنو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره ۶۱۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو رپوټ ته د طالبانو غبرګون

اړوند:د افغانستان پر وضعیت د ملګرو ملتونو رپوټ ته د طالبانو غبرګون
په کوربنو هیوادونو لکه ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کي افغان مهاجرین د دغو اړمنو کسانو په ډله کې دي. دا هیوادونه نژدې د ۸،۲ میليونه افغانانو کوربانه دي.

په دې ډله کي ۲ میليونه هغه کډوال هم شامل دي، چي په رسمي ډول ثبت او د اوسیدولو قانوني اسناد لري. په ایران او پاکستان کي له تیرو لسیزو راهیسي ډېری کډوال اوسي. 

"یو این ایچ سي آر" همدارنګه په افغانستان کي د هغو خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو له پاره جلا پلان ته اشاره وکړه چي دامهال يې ژوند تریخ دی او د دغه پلان د عملي کیدو لاري چاري تر کار لاندي دي. 

اړوند: د کړکېچ نړيوالې ډلې افغانستان ته د مرستو له کمولو خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو د براورد له مخي سږکال په افغانستان کي د ۲۳،۷ میليونه خلکو د پاملرني له پاره ۴،۶۲ ميلیارده ډالرو ته اړتیا ده. 

ملګرو ملتونو او ملګرو يې له نړيوالي ټولني غوښتي دي چي افغانستان هېر نه کړي او افغانان له پامه ونه غورځوي. 

اوس له ملګرو ملتونو سره یوشمیر همکار مرستندویه سازمانونه په سیمه کي پاته دي چي په افغانستان او سیمه کي له خلکو سره مرستي کوي. 

د ملګرو ملتونو په وینا، اوس په افغانستان کي تر ټولو بدترین بشري ناورین روان دی او په ۲۰۲۱م کال کي چي طالبانو د قدرت واګي ترلاسه کړي دي، په ځانګړي ډول بشري حقونه ډېر نقض سوي دي.

ژباړه: محمدابراهیم سپېڅلی

زموږ له ارشیف څخه 

شخړو او وچکالۍ ګڼ شمیر افغانان بې ځایه کړي دي

03:25

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل