1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ اسفند ۵, جمعه

د طالبانو حکومت له ایران سره د افغان زندانیانو پر وضعیت خبرې کوي، په همدې موخه د طالبانو لوی څارنوال ایران ته تللی. په ایران کې افغان کډوال د کومو جرمونو په تور نېول کیږي؟

افغان کډوال
افغان کډوالانځور: ISNA

له ایران څخه افغانستان ته د افغان زندانیانو د لېږدونې بحث شاوخوا درې کاله وړاندې کله چې هلته د کرونا ویروس په اوج کې و مطرح شوی دی.

د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې د ایران حکومت چمتووالی ښودلی وو چې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان زندانیان به خپل هيواد ته ولېږدوي.

د شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان د ایران په زندانانو کې بندیان دي.

اړوند مطالب:د افغان کډوالو پر ستونزو په تهران کې څلور اړخیزه غونډه

په تهران کې د افغان کډوالو د حقونو یوې فعالې آصفه ستانکزۍ دویچه ویله ته وویل: «هغوی تر ډېره د قاچاق او نشه يي توکو اړوندو مسایلو په تور نېول شوي، خو په دې کې نور موضوعات هم شته.»

اوس د طالبانو حکومت هڅه پيل کړې ده چې د دغو زندانیانو وضعیت له نیږدې وګوري او هېواد ته د رالېږدولو هڅه یې کوي.

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي

03:36

This browser does not support the video element.

د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز مشر انعام الله سمنګاني په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د هېواد د لوی څارنوال مولوي شمس الدین شریعتي په مشری یو پلاوی په ایران کې د افغان زندانیانو د وضعیت ارزونې په موخه تهران ته ولاړ.»

ایران میشتې افغان فعالې آصفه ستانکزۍ وویل ایران ته د طالبانو حکومت د پلاوي سفر به ډېر اغیز ونه لري، خو لږ تر لږه د افغان زندانیانو د وضعیت ارزونې له پاره یوه ډیالوګ ته لاره هوارولی شي.

اوسمهال شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي، چې ډېر یې هلته د قانوني اوسېدو اسناد هم نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب