قطر د دريو آسترالیايي سرتیرو وژونکی افغان سرتیری آزاد کړی
۱۴۰۰ مهر ۱۹, دوشنبهد حکمت الله په نامه دغه افغان سرتیري په ۲۰۱۲م کال کې درې تنه آسترالیايي سرتیري وژلي وو او دوه تنه نور یې ټپي کړي وو. هغه بیا په ۲۰۱۳م کال کې د مرګ په سزا محکوم شوی وو.
په عین وخت کې آسترالیا بیا د یوې حکومتي اعلامیې په خپرولو سره غبرګون ښوولی دی. د آسترالیا حکومت په اعلامیه کې راغلي: «د حکومت دریځ تل دا وو چې حکمت الله باید یوه عادلانه او مناسبه سزا وویني داسې سزا چې د هغه له جرمونو سره برابره وي او دا چې هغه ته دې بخښنه هم نه کیږي او یا دې له بند څخه تر وخت دمخه نه آزادیږي.»
د آسترالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انګوس کمپبیل د دې هیواد د سنا یوې کمیټې ته ویلي چې د حکمت الله د آزادیدو په هکله جزئیات د وژل شویو آسترالیايي سرتیرو له کورنیو سره شریک شوي دي.
بل لوري ته د آسترالیا د دفاع وزارت د نړیوالو پالیسیو یوه کارپوه هګ جیفري یادې کمیټې ته ویلي چې آسترالیا داسې حساس استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې له مخې یې معلومیږي چې حکمت الله له قطر څخه آزاد شوی دی. جیفري د نوموړي د آزادیدو د څرنګوالي په هکله معلومات نه دي ورکړي. د قطر هیواد هم په دې هکله تر اوسه تبصره نه ده کړې.
زیاته شوې چې د حکمت الله په نامه دغه افغان سرتیری د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا په منځګړتوب د یوه توافق په اساس له افغانستان څخه قطر ته انتقال شوی وو. دغه توافق د سولې د خبرو له پیل څخه مخکې شوی وو.
قطر د افغان سولې د مذاکراتو په ترڅ کې مهم رول لوبولی دی او طالبان هم په دغه عربي هیواد کې خپل سیاسي دفتر لري.
AP/K.H/B.S