ذکیه خدادادي د ښځو د ۴۴ تر ۴۷ کیلوګرام وزن په ګټکورۍ کې خپلې ترکۍ سیالۍ (Ekinci Nurcihan) ته د شکست په ورکولو د برونزو مډال وګاټه. دغه سيالۍ د پاریس په مرکز ګرند پلس یا سترې ماڼۍ کې ترسره شوې. مېرمن خدادادي د بریا اعلان په اورېدلو سره له ډېر هيجانه ېې خپله محافظتي خولۍ هوا ته ګوزار کړه او په خوشاليو کې ډوبه شوه.
هغې وويل: «دا د ډېري خوښۍ شیبه ده، زما زړه په ټکانونو شو کله چې پوه شوم د برونزو مډال مې ګټلی دی.» مېرمن خداداد خپل د خوښۍ احساسات په لړزېدونکي غږ سره بیانول.
خدادادي زیاته کړه: «دغه ځای ته د رسېدلو له پاره مې ډېر څه تر شا پرېښودل. دغه مډال د ټولو افغان مېرمنو او د نړۍ د ټولو مهاجرو له پاره دی. زه هيله لرم چې یوه ورځ مو په هېواد کې سوله راشي.»ورزش يې په ۱۱ کلنۍ کې پیل کړ. هغې خپل تمرینات په خپل پلرني ټاټوبي د افغانستان په هرات ولایت کې په يو مخفي جیم کې کول.
ذکيه خداداي د پاریس ۲۰۲۴ پارا المپیک په سیالیو کې د مهاجرو په ټيم کې لوبيږي او د دغه ټيم لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د برونزو مډال ګټيانځور: Maja Smiejkowska/REUTERS ذکیه خدادادي د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته له رقابتونو منع کړل شوه، چې بیا وورسته له افغانستانه وایستل شوه. هغې د نړېوالې ټولنې د یو درخواست په نتيجه کې اجازه ترلاسه کړه چې په توکیو کې د المپیک په سياليو کې د افغانستان له پاره سیالی وکړي.
تر دغو سیالیو وروسته هغه په پاریس کې مېشته شوه چې بیا وروسته ېې یو آفر ترلاسه کړ کوم چې هغې ته ېې د پاریس ۲۰۲۴ پارا المپیک سیالیو کې د مهاجرو په ټيم کې د سیالیو فرصت برابر کړ.
ذکیه خدادادي خوښه ده چې تر سختو مزلونو وروسته خپل هدف ته رسېدلې ده: «دغه مډال ما له پاره هرڅه دی. دا ورځ به مې هېڅ کله هېره نه شي.» هغې زیاته کړه: «زه د خلکو د پراخ ملاتړ او تشویق په دلیل ګټونکې شوم.»
(AP)mks/nz
له آرشیف څخه:
د پاریس ۲۰۲۴ المپيک د پرانيستنې په ورځ څه وشول؟
د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سیالۍ د جولای په ۲۶مه په افتتاحيه مراسمو سره پيل شوې. د امنیت له پاره په لسونو زره ځواکونه ګمارل شوي. هم مهاله د اورګاډي پر پټلۍ د یو برید رپوټ ورکړل شوی. دلته د جمعې ورځې د مراسمو انځورونه کتلی شئ. انځور: Stephanie Lecocq/Getty Images د پاریس د دوبي ۲۰۲۴ المپیک په پاریس کې د ۲۰۲۴ دوبي المپیک سيالۍ د جولاي په ۲۶مه پيل او د اګست په ۱۱مه به پای ته رسیږي.
انځور: Tingshu Wang/REUTERS په دغه انځور کې یوه ښځه په متفاوت لباس ېې پر تن دي د پاریس په تروکاديرو میدان کې د المپیک بیرغ لېږدوي.
انځور: Lintao Zhang/Getty Images د فوټبال نامتو فرانسوي لوبغاړی زین الدین زیدان په افتتاحيه مراسمو کې د المپیک مشعل ليږدوي
انځور: LOIC VENANCE/Pool via REUTERS د پاریس ایفل برج د افتتاحيه مراسمو پر مهال په څراغونو او د المپیک پر نښان ډیزاین شوی وو.
انځور: Cheng Min-Pool/Getty Images په شخ پړي ګرځېدونکی یو ځوان هم د المپیک سيالیو په افتتاحیه کې د ایفل برج مخې ته په پړي د ګرځيدو او جالبو حرکاتو سره خپل حيرانونکي نمایشات وښودل.
انځور: Aaron Favila/AP/picture alliance د پاریس المپیک ته ورغلي اسرائيلي لوبغاړي د پریټ پر مهال
انځور: Lars Baron/Getty Images د جولای په ۲۶مه د پاریس سن سیند د مختلفو هنري نمایشونو شاهد وو په داسې حال کې چې په کشتيو کې د مختلفو هېوادونو لوبغاړي په پریت کې تېرېدل.
انځور: CLIVE BRUNSKILL/POOL/AF/Getty Images د جون په ۲۶مه د پاریس ښار په منځ کې د بهیدونکي سن سيند، دوه غاړې او پر سر ېې پلونه هم د ښادیو مراسمو ډګ ول. په دغه انځور کې د دو آستر لتز پله په سره د فرانسې د بيرغ په رنګونو د لوګيو نمایشات ليدل کيږي.
انځور: Kevin C. Cox/Getty Images د المپیک د پرانیستنې په مراسمو کې یو هم د سن سيند دوره وه. د مختلفو هېوادونو لوبغاړي د خپل هېواد له بيرغونو سره په کشتیو کې تېرېدل.
انځور: CLODAGH KILCOYNE/POOL/AFP/Getty Images امريکايي وتلې سندرغاړې ليدي ګاګا هم د پاریس ۲۰۲۴ المپیک ته ورغلې چې د جولای په ۲۶مه ېې د سن سیند په غاړه د مراسمو د افتتاح پر مهال سندرې ووېلې
انځور: Maja Hitij/Getty Images په دغه انځور کې فرانسوي لوبغاړي د المپيک د پرانیستې په مراسمو کې د کښتيو په پریت کې ليدل کيږي.
انځور: Albert Gea/REUTERS په دغه انځور کې بلجيمي لوبغاړي د پاریس په سن سیند کې د پریت پر مهال ليدل کیږي. د جمعې ورځې د پیل مراسم په باراني هوا کې ول.
انځور: Tingshu Wang/REUTERS د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سیالیو ته ورغلي آلماني لوبغاړي چې د افتتاحيه مراسمو پر مهال د خپل هېواد بيرغونه ېې په لاس کې نيولي دي.
انځور: Alex Davidson/Getty Images انځور: EMMANUEL DUNAND/AFP/Getty Images له افغانستان څخه د پاریس په المپیک کې شپږ لوبغاړي حضور لري چې له ډلې ېوه د ځغاستې په رشته کې کيمیا یوسفي ده. انځور له آرشیف څخه
انځور: Shaun Botterill/Getty Images د سعودي عربستان د لوبغاړو ډله چې د پرانیستې په مراسمو کې ېې له خپلو دودیزو جامو سره برخه اخیستې ده.
انځور: Hannah Peters/Getty Images په دغه انځور کې په کشتۍ کې سپاره ګڼ شمېر هندي لوبغاړي ليدل کيږي چې د سن سیند په پریت کې د خپل هېواد له بیرغ سره تېريږي.
انځور: MIGUEL MEDINA/AFPGetty Images د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي خوښې ښودلې چې د جګړې باوجود ېې د هیواد ورزشکاران د فرانسې ۲۰۲۴ المپیک کې برخه اخلي. په انځور کې اوکراینی لوبغاړي دي.
انځور: Maja Hitij/Getty Images په دې انځور کې کاناډايي لوبغاړي ليدل کيږي.
انځور: Cao Can/Getty Images فرانسې د المپیک د امنیت له پاره ۴۵زره پولیس او ۱۰زره د پوځ عسکر په دندو ګمارلي دي.
انځور: Andy Wong/AP/picture alliance د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون له خپلې مېرمنې بريژيت ماکرون سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پاریس ته د هېوادونو د ورغلو رهبرانو او مشرانو هرکلي ته ولاړ دی.
انځور: Yara Nardi/REUTERS د المپيک او د کوربه هېواد مشران د المپیک کميټي مشر توماس بخ (ښي لور) د فرانسې له ولسمشر امانويل ماکرون سره د جمعې په ورځ د المپیک سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې.
انځور: Joel Marklund/bildbyrån-Pool/dpa شولڅ او ماکرون له خپلو مېرمنو سره له کيڼ ښي پر لور: د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، د شولڅ مېرمن بريتا ایرنست او د فرانسې د ولسمشر مېرمن بريژيت ماکرون تر ستړې مشې وروسته د انځور اخیستنې پر مهال.
انځور: VALENTINE CHAPUIS/AFP/Getty Images د اورګاډي پر شبکې د برید خبر د المپيک د افتتاحیه مراسمو سره سم د فرانسې د چټک سرعت لرونکو اورګاډو پر شبکې د برید خبرونه هم ورکړل. چارواکو ويلي چې برید سره د اورګاډو په تګ راتګ او مسيرونو کې یو څه ګډوډي رامنځ ته شوي او دوی تحقیقات کوي.
انځور: Denis Charlet/AFP