1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي افغان حکومت ته د سولې لیکلی پلان وړاندې کړي

۱۴۰۰ تیر ۱۵, سه‌شنبه

طالبانو ویلي چې د زیاتو سیمو له نیولو سره هم مهاله دوی په پام کې لري چې افغان حکومت ته تر راتلونکې میاشتې د سولې لیکلی پلان وړاندې کړي. د طالبانو ویاند زیاته کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د سولې خبرې لا پسې چټکې شي.

Katar Taliban Friedensgespräche
انځور: Ibraheem al Omari/REUTERS

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله، طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې له کبله یې دغې ډلې ګڼ شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. د طالبانو ویاند ویلي چې د لاسته راوړنو ترڅنګ طالبان په پام کې لري چې تر راتلونکې میاشتې پورې افغان حکومت ته د سولې لیکلی پلان وړاندې کړي.

له بګرام پوځي اډې څخه د امریکایانو تر وتلو وروسته، طالبانو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی. په همدې ترڅ کې د طالبانو مشرانو تیره اونۍ د افغان حکومت له پلاوي سره د قطر په دوحه کې له اوږدې مودې څخه په ټپه دریدلې د سولې خبرې یو ځل بیا پیل کړي دي.

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې په ۵مه) د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، رویترز خبري آژانس ته وویل: «په راتلونکو ورځو کې د سولې خبرې او د سولې پروسه به لا چټکه شي...او تمه ده چې هغه [د سولې خبرې] به یوه نوي پړاو ته داخلې شي. په طبیعي توګه هغه به د سولې د پلانونو په هکله وي.»

مجاهد له رویترز خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړې چې «ښايي دا کار یوه میاشت وخت ونیسي چې دواړه لوري د سولې لیکلي پلانونه له یو بل سره شریک کړي.» هغه زیاته کړې چې د خبرو وروستۍ مرحله په یوه حساس وخت کې ترسره شوي دي. مجاهد همدا راز زیاته کړې چې «که څه هم موږ [طالبان] د جګړې په ډګر کې پورته لاس لرو، خو بیا هم موږ د خبرو او ډیالوګ په هکله ډیر جدي یو.»

انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د طالبانو د څرګندونو په هکله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پای له پاره خبرې اترې یوازینۍ حل لاره ده. دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې چې «موږ د افغانستان د سیاسي راتلونکې له پاره دواړه لوري جدي خبرو اترو ته هڅوو چې په نتیجه کې یې عادلانه او تلپاتې حل رامنځ ته شي.» د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې نړۍ په افغانستان د زور له لارې حاکم حکومت نه مني.

په عین حال کې د افغانستان د سولې وزارت ناجیه انوري، د بین الافغاني خبرو د بیا پیلیدو پخلی کوي. میرمن انوري زیاته کړه: «دا به ستونزمنه وي چې طالبان په یوه میاشت کې د سولې لیکلي اسناد وړاندې کړي خو راځئ چې مثبت اوسو.» د هغې په خبره موږ هیله من یو چې دوی [طالبان] به د سولې پلان وړاندې کړي څو وپوهیږو چې دوی څه غواړي.

دا هم په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له تر ټولو سترې پوځي اډې وتلې، داسې یو اقدام چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ په دوحه کې د شوي توافق یو له اساسي شرطونو څخه وو.