1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان پوهنتونونه د ښځينه محصلينو منلو ته چمتو دي»

۱۴۰۲ مرداد ۲۲, یکشنبه

يو طالب چارواکي ويلي، د هيواد پوهنتونونه د ښځينه محصلينو منلو ته چمتو دي، که د «اخندزاده» امر وشي. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د نجونو پر لوړو زده کړو یې بندیز وضع کړی.

Afghanistan | Afghanische Studentinnen gehen in der Nähe der Universität Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو په اداره کې د عالي تحصيلاتو مشاور، مولوي عبدالجبار د ښځينه محصلينو په تړاو معلومات ورکړي دي. د اسوشيتد پرس خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اگست ۱۲ نېټه) وويل چې د افغانستان پوهنتونونه د ښځينه محصلينو منلو ته چمتو دي، خو په وينا يې دا په دې شرط که د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده اړونده فرمان صادر کړي.

طالبانو تېر دسمبر ښځينه محصلين له تحصيل څخه منع کړې. دغه ممانعت په نړيواله توګه د نيوکو او غبرګونونو لامل شو. دوه کاله ترمخه چې کله طالبان پر واک راغلل نو په لومړي سر کې يې پر نجونو له شپږم څخه پورته ټولګيو کې زدکړې بندې کړې. تر دې وروسته د طالبانو حکومت په يو نوي بنديز کې تر ۱۰ کالو څخه زیات عمر لرونکونجونو و ښوونځيو ته پر تګ بنديز وضع کړ. اوسمهال افغانستان د نړۍ يوازينی هيواد دی چېرې چې د ښځينه و پر تعليم بنديز دی.

«ستونزو ته د حل تر موندلو»

د طالبانو په اداره کې د عالي تحصيلاتو مسؤل وزير، مولوي ندا محمد نديم د ښځينه پر مخ د پوهنتونونو د دروازو بندېدلو پر وخت ويلي ول چې دغه اقدام يې د نارینه او ښځينه محصلينو د اختلاط د مخنيوي په مقصد کړی دی. د دغه چارواکي په آند هغه مضامين چې په پوهنتونونو کې تدريس کيږي د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دي. نوموړي ويلي ول چې د ښځينه محصلينو پر مخ به د پوهنتونونو دروازې تر «امرثاني» پورې تړل شوي وي. په وينا يې په کندهار کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په دې تړاو تصميم نيسي چې کله ښځينه و ته و پوهنتون ته د بېرته تلو اجازه ورکوله کيږي.

د عالي تحصيلاتو د وزارت مشاور، مولوي عبدالجبار و اسوشيېتد پرس خبري اژانس ته ويلي دي چې د «اخندزاده» په امر د ښځينه و پر مخ پوهنتونونه وتړل شول. عبدالجبار زياته کړې: «کله چې هغه (هبت الله) امر وکړي چي بېرته دې پرانستل شي، په هغه ورځ به پرانیستل شي. زموږ ټول مشران د دې (د نجونو ته د تعليم اجازه ورکولو) په حق کې دي، آن زموږ وزيران يې ملاتړ کوي.»

د عبدالجبار په وينا آخري ځل يې اوه يا اته کاله تر مخه د ملا هبت الله سره ليدلي ول. په وينا يې هغه د شورويانو پر ضد لس کلنه جګړه کې د اخندزاده سره په ګډه برخه اخيستې او د تيرو ۲۷ کالو راهيسي د طالبانو د تحریک غړی دی.

ويشل شوي نظرونه

د عبدالجبار څرګندونو يو ځل بيا روښانه کړېده چې پخپله پهطالبانوکې دننه د نجونو د تعلیم په تړاو نظرونه ويشل شوي دي. که څه هم چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تل د دوی تر منځ د اختلاف خبره ردوي. طالبان په دې توګه دا هم ښيي چې دوی څومره د خپل مشر د امر تابع دي.

کله چې د ښځينه و په وړاندي د تحصيل بنديز ولګول شو، نو مولوي نديم دغه بنديز يو ميعادي او مؤقتي اقدام معرفي کړی و. نوموړي ويلي ول چې دغه بنديز به صرف تر هغه وخته وي تر څو چې دوی د ښځينه و او نارينه و د اختلاط د مخنيوي لپاره حل لارې، تدريسي مواد او د جامو اصول رامنځته کوي. په وينا يې کله چې يادې ستونزې حل شي نو به پوهنتونونه د ښځينه محلصينو په وړاندې بېرته پرانستل شي.

طالبانو د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د تعليم په هکله هم ژمنه کړې وه چې د دوی په خبره د «تخنيکي ستونزو» د حل کېدو وروسته به يې پرانيزي.

مولوي عبدالجبار وويل چې هر څه مخکې له مخکې آماده دي، «که ښوونځی دی که پوهنتون دی. ښايي وختونه يې سره بېل وي، د هلکانو لپاره په سهار او نجونو لپاره ماسپښين په وخت وي. يا د نجونو لپاره د سهار او د هلکانو لپاره د ماپښين وخت وي.»

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب