1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رویا رسولي د یونان د مهاجرو په کمپ کې نجونو ته نقاشي زده کوي

۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبه

یوه ۱۸ کلنه افغانه رویا رسولي چې په خپله یي له ځانه نقاشي زده کړې ده، اوس دغه هنر د یونان په یوه کمپ کې نورو نجونو ته ور زده کوي. رسولي په دې باور ده چې په هنر کې ځواک نغښتی دی.

Griechenland Thiva | Kunst Kurse im Flüchtlingscamp
انځور: Costas Baltas/REUTERS

د یونان د مهاجرو په یوه کمپ کې رویا رسولي په یوه کوچني ټولګي کې د نجونو یوې لویې ډلې ته نقاشي ور زده کوي.

د اغلې رسولي له پاره چې په ایران کې زیږیدلې ده، د نقاشۍ تدریس او روزنه ورکول په عین وخت کې د ښځو د پياوړی کولو په معنا ده. نوموړۍ له خپلو زده کوونکو څخه پوښتنه کوي: «ښځو او نجونو ته ستاسې پيغام څه دی؟» یوه نجلې غږ پورته کوي. «غښتلي اوسئ!»

شاته یي پر آبي رنګه دیوال خپل هنري کارونه زړولي دي، د یوې افغانې نجلې د نقاشۍ په شمول چې «له شنو سترګو او سور څادر سره یي انځور په ۱۹۸۵م کال کې د نشنل جيوګرافیک په مجله کې د افغانستان د جګړې په سمبول یا نښې بدل شو.»  

رسولي د هغې انځور داسې جوړ کړی دی چې خوله نه لري. نوموړې چې ګوتې یي په رنګ تورې شوي دي وویل: «ما غوښتل وښیم چې ښځې په افغانستان کې څنګه دي، ځکه هغوي نه شي کولی خبرې وکړي. هیڅوک یي غږ نه اوري او هیڅ حق نه لري.»

نوموړې زیاته کړه: «زه فکر کوم ډیرې ښځې په دې وضعیت کې دي. شاید په سوریي، شاید په عراق او پاکستان او شاید هم په یو شمیر اروپايي هیوادونو کې.»

رسولي چې دری کاله کیږي په یونان کې اوسیږي، مخکې تر دې یي هیڅ کله نقاشي نه وه کړې. نوموړې دغه هنر له ځانه زده کړی دی.

دغه ۱۸ کلنه افغانه له ۵۰۰ نورو پناه غوښتونکو سره چې اکثریت یي افغانان دي د تیوا په کمپ کې ژوند کوي. د تیوا کمپ یو له هغو لسګونو کمپونو څخه دی چې په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت بحران پر مهال په یونان کې رامنځته شوی دی. په هغه وخت کې نږدې یو میلیونه پناه غوښتونکي او مهاجر د منځني ختیځ په هیوادونو کې له جګړو او بدبختیو له امله نورو هیوادونو ته مهاجر شول او د یونان له لارې اروپا ته ورسیدل.

نوموړې د سهار په پنځو بجو له کمپ څخه وځي او یونیم ساعت په اتن کې د هنرونو ښوونځي ته په بس کې سفر کوي. رسولي هیله لري چې د لازیاتو زده کړو له پاره تحصیلي بورس ترلاسه کړي.

میرمن رسولي چې انګلیسې یي هم زده کړې ده وایي: «کله چې نقاشي کوم، داسې ده لکه بلې نړۍ ته چې سفر کوم. یو بل ځای ته چیرې چې سوله هلته تامینه ده.»

د هغې په یوه بله نقاشۍ کې چې له تر ستورو ډک آسمان لاندې یوه ښځه په آبي رنګه چادرۍ کې لیدل کیږي او ګیتار غږوي.

دا وايي: «ما غوښتل وښیم چې دوی کولی شي هر هغه څه چې دوی یي غواړي وکړي... دوی آزادي دي چې هر کار وکړي، پر خپل ځواک باور ولري، او هر څه چې زړه یي غواړي ترسره یي کړي. ښه ده چې انسان خپله خبره وکړي.»

رسولي چې د یونیسف د یوه پروګرام په مالي مرسته د تیوا په کمپ کې مهاجرو نجونو ته د نقاشۍ په برخه کې روزنه وکوي، هیله څرګنده کړه چې د نورو ځوانو نجونو له پاره الهام بخښونکې اوسي او هغوی هم خپل اهداف تعقیب کړي.

دغه پروګرام د همدا اوس پيوستون «Solidarity Now» په نامه د یونان د یوه خیریه سازمان له خوا تمویل او پر مخ وړل کیږي.

رسولي وویل: «ما له خپلو هیلو او خیالونو سره خپل ژوند ته تغیر ورکړ. زه به خپل ټول توان په کار واچوم، څو دوی ته وښیم چې کولی شي هر هغه څه ته لاسرسی پيدا کړي چې غواړي يي او آزاده اوسي.»

دا رپوټ لومړی زمونږ په همکارۍ رسنۍ اینفو مایګرنټس کې خپور شوی دی.

SN/NZ (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب