په دغه نندارتون کې زیاتره هغه نجونې برخه اخیستې وه چې له ښوونځي او پوهنتونونو څخه د طالبانو حکومت له خوا منع شوې دي.
انځور: Ali Shah Hemta
زموږ غږ هیڅکله نه غلی کېږي
د دې نندارتون یوه ګډونواله هما محمدي له دویچه ویلې سره په خبرو کې وویل: «موږ دا نندارتون جوړ کړ ترڅو د خپلې نقاشۍ او قلم هنر له لارې نړیوالو ته دا پیغام ورسوو چې زموږ غږ هیڅکله هم نه غلی کېږي. که ښځې په کور کې بندیانې هم شي خو د قلم له لارې به یې غږ په ټوله نړۍ کې خپور شي.«
انځور: Ali Shah Hemta
د نندارتون يو اړخ
د نندارتون یوې بلې نقاشې شقایق رحماني وویل چې د ښځو له وړتیاوو څخه د هېواد د ابادۍ په لاره کې باید کار واخیستل شي: «ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي. اوس په افغانستان کې د ښځو وړتیاوو او استعدادونو ته هیڅ پاملرنه نه کېږي. ښځې په افغانستان کې له پامه غورځول شوي او موږ هم هڅه کوو ترڅو د هنر له لارې د افغان میرمنو شل کلنې لاسته راوړنې نورو ته وښیو.»
انځور: Ali Shah Hemta
په غزني کې د ښځو د نقاشۍ نندراتون
د یاد نندارتون پرلاره اچوونکی علي شاه بیا وایي چې موخه یې د ټولنې غږ اوچتول او د نقاشۍ او رسامۍ هنر ته وده ورکول ده، ترڅو د خپلو نقاشیو له لارې د ملت غږ تر حکومته ورسوي.
باختر خبرې آژانس چې د طالبانو په ولکه کي دی ليکلي دي چې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس نثار غزنوي هم دغه نندارتون ته ورغلی دی او د رسامۍ او خطاطۍ هنر د ودې له پاره د کورسونو جوړولو خبره يې کړې ده.
انځور: Ali Shah Hemta
غزني کې د ښځینه ښوونځي کمښت
غزني د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی چې په ځينو ولسواليو کې يې ښځینه ښوونځي نشته. اوس د طالبانو حکومت بیا په هغو سیمو کې چې نجونو ته ښوونځي شته هم له شپږم صنف څخه پورته بندیز لګولی دی.