له ښځو سره تاوتريخوالی؛ د طالبانو پر وزيرانو بنديزونه لګېدلي
۱۴۰۱ اسفند ۱۶, سهشنبه
د فرانسې خبري آژانس په حواله دا بندیزونه چې نوملړ یې نن، سه شنبه په بروکسل کې دغه آژانس ته رسيدلی دی، پر نورو سربیره په افغانستان کې د طالبانو پر وزيرانو او همدا راز د روسیې د پوځ او پوليسو پر لوړ رتبه چارواکو لګول شوي دي.
په ټوله کې اروپايي ټولنې پر نهو مسئولينو او درېو بنسټونو د سفر بندیز لګولی او شتمنۍ به یې کنګل کړل شي.
دا بندیزونه پر نورو سربیره په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم او همدا راز د«امر بالمعروف او نهې عن المنکر» وزارت پر سرپرست شيخ محمد خالد حنفي لګول شوي دي.
اړونده موضوع: امریکا پر طالبانو د ویزو نوي بندیزونه ولګول
اروپايي ټولنه پر طالبانو پر ښځو او نجونو د فشار اچولو او پر هغوی په سيستماتیکه توګه د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د تړلو تور لګوي.
د روسيې په پوځ او پوليسو کې بيا ښايي مسئولينو پر نورو سربیره په اوکراين کې جګړې پر ضد د ښځو د مظاهرو د ځپلو او د مظاهرو کوونکو سره د جنسي زور زياتي اجازه ورکړي وي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د روسیې او طالبانو پر چارواکو سربیره د بندیزونو په دې نوملړ کې چې د سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې – د رسمي سند په توګه تر خپريدو وروسته د اجرا وړ دی، د سوډان او ميانمار مسئولين او همدا شان د ایران يو زندان هم شامل دی.
اړونده موضوع: افغانستان کې د نجونو تحصیل په اړه د یوه ایراني ملا له څرګندونو د خلیلزاد هرکلی
د هالند د بهرنيو چارو وزارت له خوا چې د خپلو معلوماتو په حواله فيمينستي بهرنۍ سياست پر مخ وړي، ويل شوي: «دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه په نړۍ کې د جنسي زور زياتي د قربانيانو له پاره لاس په کار کیږي.»
د هالند د بهرنیو چارو وزير ووپکه هويکسترا، په دې آند دی چې بندیزونه به د زور زياتي پر نورو عاملينو هم اغیز وکړي او هغوی به هم وبيروي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: