1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله پاکستان ته تللې

۱۴۰۰ شهریور ۲۴, چهارشنبه

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ویلي دي چې د افغانستان ښځینه فوټبال لوبډله پاکستان ته رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځینه ورزشکارانو برخلیک معلوم نه دی.

Frauen-Soccer Afghanistan
انځور: DW/H. Sirat

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي: «موږ د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې ته هرکلی وایو، هغوی له افغانستان څخه د تورخم سرحد ته رارسیدلي دي.» د نوموړي په خبره د پاکستان د فوټبال فیدراسیون استازو هغوی ته هرکلی ووایه.

فواد چوهدري په دې هکله نور هیڅ جزئیات نه دي ورکړی او په سملاسي ډول لا دا خبره هم روښانه نه ده چې د لوبډلې څومره غړي د پاکستان خاورې ته داخل شوي دي او د راتلونکي پلانونه یې څه دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یوه میاشت دمخه د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیولو وروسته د فوټبال لوبغاړو وتل د افغان روشنفکرانو او عامو شخصیتونو د ډله ایز مهاجرت برخه ده.

کله چې دوې لسیزې دمخه طالبان په افغانستان کې په واک کې ول، نو نجونو ته د ښوونځي ته د تګ اجازه نه وه او ښځې له کار او تعلیم څخه منع شوې وې. همداشان ښځو ته د ورزش اجازه نه وه او ښایي د طالبانو په اوسني رژیم کې هم دا ادامه ومومي.

د طالبانو یوه استازي تیره اوونۍ د اس بي اس، په نوم آسترالیایي چینل ته ویلي ول چې دی فکر نه کوي چې ښځو ته به د کریکټ کولو اجازه ورکړل شي، ځکه چې د دې اړتیا نه لیدل کیږي او د اسلامي قوانینو مخالف کار به وي.

اس بي اس، د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمد الله وثیق، له قوله لیکلي وو: «اسلام او هم اسلامي امارت دې ته اجازه نه ورکوي چې ښځې دې کریکټ وکړي یا دغسې لوبې چې د هغوی بې ستري پکې راځي، اسلام دې ته اجازه نه ورکوي.»

د طالبانو له لوري د افغانستان د ولکه کولو وروسته د افغانستان د ښځینه فوټبال یو شمیر پخواني او اوسني لوبغاړي لا دمخه له هیواده وتلي او د ټیم پخوانۍ کپتانې د هغو لوبغاړو څخه چې لا هم په افغانستان کې دي غوښتي دي چې د سپورت خپل آلات وسوځوي او په ټولنیزو رسنیو کې خپل حسابونه له منځه یوسي څو له غچ اخیستو څخه بچ پاتې شي.

د فوټبال نړیوال فیدراسیون یا فیفا، اجرائیوي څانګې تیره میاشت ویلي چې هلته د پاتې کسانو د راایستلو له پاره کار کوي.