د امریکا ټاکنې او د افغان سولې ناڅرګند برخلیک
۱۳۹۹ آبان ۲۷, سهشنبه![Assadullah Khaled Afghanistan (DW)](https://static.dw.com/image/16215653_800.webp)
د افغانستان د ملي دفاع چارسمبالي او نوماند وزیر اسدالله خالد نن سې شنبې (۲۰۲۰ کال د نوامبر ۱۷مه) ولسي جرګې ته د خپلو پلانونو وړاندې کولو پرمهال وویل، چې افغان ځواکونو اوس د ۹۶ سلنه عملیاتو مسئولیت پر خپله غاړه اخېستی.
د نوموړي په خبره اوس یوازي ۴ سلنه پوځي عملیات د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ ترسره کیږي.
سره له دې چې خالد د افغان ځواکونو پر وړتیا د باور خبره کوي، خو زیاتوي چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه نه وځي: «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رپوټونه شته، خو ښايي د بهرنیو ځواکونو شمېر زیات شي.»
د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال دي چې رپوټونه وايي د ټرمپ اداره غواړي له افغانستان او عراقه خپل نور ځواکونه هم وباسي.
د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې، ښايي په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ان ۲۵۰۰ ته راښکته شي.
د دوحې تړون د نه پلې کېدو خبرداری
په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ، تر راتلونکي پسرلي باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو اسدالله خالد وویل دغه تړون ښايي عملي نه شي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد فیض الله جلال دویچه ویله ته وویل، د امریکا ټاکنو افغان سوله له بندبست سره مخ کړې: «دلته په حکومت کې انګېرنه داده چې په امریکا کې د رژیم په بدلون سره به د سولې تړون لغوه شي، خو دا ډیر سطحي برداشت دی، خو په امریکا کې ټاکنو افغان سوله بې برخلیکه کړې.»
د پوهنتون دغه استاد په دې باور دی چې که حکومت او طالبان یوې روغې جوړې ته سره وهم رسیږي، جګړه نه ختمیږي: «ددې جګړې باید سیمه ایز او نړېوال ابعاد حل شي، دا جګړه د سیمي جګړه ده او حتی ویلی شم دا نړېواله جګړه ده.»
جلال زیاتوي چې په امریکا کې ټاکنې او ددې ټاکنو پایلو افغان سوله اغېزمنه کړې.
د نوموړي په باور ترڅو چې په امریکا کې له ترمپ څخه جو بایډن ته د واک لېږد ترسره نه شي، د افغان سولې بهیر به هم په ټپه ولاړ وي.
خو د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وايي چې افغانستان له امریکا او ناټو سره د ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې پالي.
ښاغلي صدیقي نن سې شنبې (۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۱۷مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: «طالبان د سولې خبرو ته ژمن نه دي او همدا اوس یې خپل تاوتریخوالی ډیر کړی دی.»
صدیقي زیاتوي چې افغانستان اوس هم د ترهګری له ګواښ سره مخامخ دی.
د ده په خبره القاعده، طالبان او لسهاوو نورې ترهګري ډلې لاهم په افغانستان کې شته او وسله وال فعالیتونه کوي.
اسماعیل شاکر – کابل