په سلونو افغانانو د ترکیې تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي
۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعه![Pressebild Maarif Schools of Afghanistan](https://static.dw.com/image/55508240_800.webp)
د ترکيې د معارف بنسټ، چې په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځي تر خپل پوښښ لاندي لري، اعلان کړی دی چې د دغه ښوونځيو ۴۰۴ فارغان به د تحصيل د دوام له پاره ترکيې ته وليږي.
په افغانستان کې د ترکيې د معارف بنسټ ویاند صهیب غفاري، وايي چې سږکال ياد بنسټ هوډ درلود چې له ۷۰۰ څخه زيات فارغ شوي زده کونکي د تحصيل دوام له پاره د ترکیې په شمول له افغانستان څخه بهر ته وليږې: «د دغو کسانو له ډلې د ښوونځيو ۴۰۴ فارغینو ته زمینه برابره شوې چې وکړای شي د ترکيې په بيلا بيلو ښارونو کې د طب، انجينرۍ او په نورو رشتو کې تحصيل وکړي، په پوهنتونونو کي دغه تحصیلات د دوی له پاره په وړیا ډول دي.»
په افغانستان کې د ترکيې د معارف بنسټ د معلوماتو له مخې په ترکيه کې له دغه زده کونکو څخه د بهرنيو محصلینو د ازمويني په نامه ازموینه اخيستل کیږې. خو اوس دغه ازموینه په افغانستان کې د افغان ـ ترک د ښوونځيو له خوا اخيستل شوې.
غفاری زیاته کړه:«زموږ خپلو شاګردانو او هم د افغانستان د معارف زده کونکو په دغه ازموينه کي ګډون کړې وو.» د غفاري په خبره په پام کې وه چې په نوي تحصیلي کال کې چې د سپتمبر په مياشت کې پيليږې زده کونکي د تحصيل د دوام له پاره ترکيې ته تللي وای او په درسی ټولګيو کې یې حضور لرلی، خو د کرونا د بحران له کبله د تحصيل او زده کړو بهیر لږ وځنډيد: «له دغو زده کونکو څخه يو شمير يې درسونه په انلاين ډول پيل کړي او په پام کې ده چې يو شمير نور په راتلونکي سمستر کې ترکيې ته ولاړ شي.»
د ترکيې بنسټ پورې اړوند ښوونځي په ټوليزه توګه په شپږو ولایتونو کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او شبرغان کې فعالعیت لري. په افغانستان کي د افغان ـ ترک ښوونځيو د ویاند په خبره، له ټولو ولایتونو څخه چې تحصيلې بورسونو کي شامل شوې ۱۸۰ تنه نجونې او پاتې نور هلکان دي.
په کابل کې د افغان ـ ترک له ښوونځي څخه يو تن فا رغ فهيم طاهري دی چې له ازموینې ورکولو وروسته يې د ترکيې تحصيلې بورس تر لاسه کړی دی. هغه وایي چې اتلس کلن دی او له اتم ټولګې وروسته د ترکيې اړوند يوه ښوونځي کې یې زده کړه کړي او اوس په پام کې ده چې د کمپيوتر ساينس په رشته کې کې تحصيل وکړي: «د قرنطين له کبله مو ازموینه په انلاین په ډول ترسره شوه او ما د بریا له پاره اړیني نمرې تر لاسه کړي.» فهيم زياتوي چې د ځينو محصلینو درسونه چې په بورس کې ګډون لري پیل شوي دي او د هغه درس به د فبرورۍ په میاشت کي پیل شي.
د ترکيې د معارف بنسټ د ۲۰۱۶م کال د جولايي په مياشت کې رامنځ ته شو او له دوه کلونو راهیسې د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت سره د يوې تفاهم نامې له مخې فعالعیت کوي. د دغه بنسټ د ویاند په خبره ۱۲ بابه ښوونځي چې افغان ـ ترک پورې یې اړه درلوده اوس په دغه بنسټ پورې اړه لري. په پام کې ده چې دغه بنسټ په راتلونکو لسو کلونو کې په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځيو شمير ديرشو او د زده کونکو شمير له ۳۰۰۰ څخه ۱۸۰۰۰ ته لوړ کړي.
په افغانستان کې د افغان ـ ترک ښوونځیو وياند وايې چې په تيرو دوو کلونو کې دغه بنسټ توانیدلی دی چې د ښوونځيو ودانيو شمیر ۲۰ او د زده کونکو شمیر هم ۶۵ زره ته ورسوي. د صهیب غفاري په خبره په پام کې ده چې په راتلونکو لسو کلونوکې په ټوليزه توګه د دغه ښوونځيو د پراختيا له پاره ۳۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي.