1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امرالله صالح بيا ويلي چي «تروریست طالبان»دې اعدام شي

۱۳۹۹ دی ۳۰, سه‌شنبه

د افغان ولسمشر لومړي مرستيال نن بیا پر خپل فیسبوک لیکلي چې «تروريست طالبان» بايد اعدام کړل شي. امرالله صالح دغه خبره وروسته له هغې نن يو ځل بيا تکرار کړې چې طالبانو د هغه د تيرې ورځې ورته څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړی وو.

Afghanistan Kabul | Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

امرالله صالح د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۱۹مه) پر خپل فیسبوک لیکلي دي چې د هغه د تيرې ورځې پر دغې خبرې چې تروريست طالبان بايد اعدام شي، د طالبانو ویندویانو غبرګون ښودلی دی. صالح لیکلي دي چې «طالبانو اخطار ورکړی، که حکومت دغه قاتلان اعدام کړي، نو د خلکو پر عام وژنې به لاس پورې کړي.»

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال، پرون په خپل د «شپږنيمې بجو غونډې» تر سرليک لاندې د اعلاميو په لړ کې ليکلي وو چې د ستونزو د حل يوازينې لار د يو شمیر طالبانو اعدامول دی. د هغه دغې خبرې ته د رپوټونو پر اساس طالبانو غبرګون ښکاره کړی دی.

صالح وايي د «طالبانو دغه اخطار، هغه څه چې روښانه ول، نور يې هم روښانه کړل.» پر وينا يې طالبان پرته د انسانانو له وژنې بل کار زده نه دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستيال په خپلو خبرو کې زياته کړې ده چې «اوس نو په دې کې هيڅ شک نه دی پاتې چې تروريست طالبان د ملکيانو، مدني ټولنې او خبريالانو د وژنو او د بمې چاودنو مسئولان دي.»

هغه دا هم ويلي چې خلکو د هغه له دغې خبرې چې يو شمير طالبان دې اعدام شي، پراخ ملاتړ کړی دی.

امرالله صالح په خپلو ننۍ خبرو کې ويلي دي: «زه ېو ځل بيا پر خپل دغه نظر ټينګار کوم، هغه تروریستان چې باالفعله نيول کيږي او پر وړاندې يې مادي او معنوي ثبوت موجود وي، بايد اعدام کړل شي.»

په وروستيو کې د افغانستان د پلازمينې په ګډون، په مختلفو ولایتونو کې د هدفي وژنو ګراف لوړ شوی دی. د اکثرو دغه ډول پيښو مسئوليت د پخوا په څير اوس کومې ډلې هم پر غاړه نه اخلي، خو افغان حکومت ادعا کوي چې دا د طالبانو کار دی.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي، نن يې پر خپل ټيوټر يوه تبصره شريکه کړې چې د هغې په يوه برخه کې د امرالله صالح او د هغه د وروستيو څرګندو په اړه هم يادونه شوې ده. لیکل شوي دي: «صالح د خپل پخواني عادت له مخې يو ځل بیا مخکې له مخکې هڅه کوي تر څو د سولې بهير پر وړاندې خنډ جوړ کړي.»

په دغې تبصره کې چې د «صدای جهاد» په نوم ويب پاڼه کې په دري ژبه خپره شوې، د امرالله صالح دغې خبرې چې نيول شوي تروريست طالبان دې اعدام شي،« خزعبلات و چرندیات» يعنې چټياټ او بې معنی خبرې ګڼل شوي دي. 

م.ک.ص./ا.ا.