طالبان او پاکستان د اوربند په تړون سلا شول
۱۴۰۴ مهر ۲۷, یکشنبه
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د يکشنبې (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۹مه) په سهار خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو استازو د دوحې په خبرو کې د «سمدستي اوربند او د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ميکانيزمونو پر جوړولو» موافقه وکړه. همدارنګه، د راتلونکو ورځو لپاره د نورو خبرو پر ترسره کولو هم توافق شوی دی.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو له پای ته رسیدو وروسته د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف وويل، دواړه لوري به «د يو بل حاکميت ته درناوی کوي.» نوموړي زياته کړه چې د افغانستان او پاکستان استازي به راتلونکې شنبه د ترکيې په ستر ښار استانبول کې د خبرو نوې پړاو پيل کړي. خواجه آصف وويل، هغه ترهګري چې له افغانستانه په پاکستان کې ترسره کېږي "سمدستي به پای ته رسېږي."
پاکستان د جمعې په ورځ په افغانستان کې پر هدفونو هوايي بريدونه وکړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يوازې دوه ورځنی اوربند يې پای ته ورساوه. د اسلام اباد په وينا، دا بريدونه پر هغې ډلې شوي وو چې ګواکې د پاکستان په يوه بريد کې ښکېله وه.
له دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د شنبې په ورځ په ټولنيزه شبکه X (پخوانی ټويټر) کې د یادو خبرو تأييد کړی و. د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د پلاوي استازيتوب او مشري د طالبانو دفاع وزیر محمد يعقوب مجاهد له لوري کېده.
آیا طالبان د «پاکستان هواييبریدونو» ته د ځواب ورکولو توان لري؟
تر دې وړاندې، د طالبانو د حکومت رئيس الوزرا ملا حسن اخوند د مالېزيا له صدراعظم انور ابراهيم سره په ټېلېفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړو د حل په موخه د خبرو د پيل خبر ورکړی و. همدارنګه، د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم له انور ابراهيم سره خبرې کړي وې، چې څرګندېږي نوموړی د افغانستان او پاکستان تر منځ د منځګړي رول لوبوي.
د پکتيکا په ولايت کې بريدونه
د جمعې په ورځ د پاکستاني هوايي بريد له امله، د کابل د چارواکو په وينا، لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي. د طالبانو په وينا، پاکستان د پکتيکا ولايت په اړوندو سیمو کې درې سیمو باندې بمباري کړې وه. طالبانو بیا د «غچ» اخیستو خبره کړې ده.
د پاکستاني امنيتي سرچينو له مخې، دا «دقيق هوايي بريدونه» وو چې د يوې طالب ډلې پر ضد شوي، پر کومې چې د پاکستان په يوه بريد کې د لاس لرلو تور لګېدلی دی. هغه ډله چې د پاکستاني چارواکو په وينا پرې بريد شوی، د «حافظ ګل بهادر» ډله ده، چې له پاکستاني تحريک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه؛ ایران د منځګړیتوب چمتووالی ښوولی
د اسلاماباد د حکومت په وينا، دغه ډله د شمالي وزيرستان په سرحدي سيمه کې په يو ځانمرګي بريد کې ښکېله وه، چې پکې اووه پاکستاني امنيتي سرتېري وژل شوي وو.
په دې بريد سره، پاکستان هغه اوربند مات کړ چې د چهارشنبې ماښام پيل شوی و. له دې اوربند مخکې د دواړو هېوادونو تر منځ څو ورځنۍ پوځي نښتې شوې وې چې لسګونه کسان پکې وژل شوي وو.
له هغه راهيسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې يو ځل بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د دواړو ګاونډيانو د پوځونو تر منځ څو ځله وسلوالې نښتې شوې دي. پاکستان له ډېر پخوا راهيسې پر افغانستان تور لګوي چې هغو ملېشو ته پناه ورکوي چې په پاکستان کې بريدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او هغه د پاکستان داخلي مسئله ګڼي.
قطر هيواد د طالبانو او امريکايانو تر منځ د خبرو اترو کوربه توب کړی و. د دغو خبرو اترو په ترځ کې امريکا له افغانستان څخه د انخلا نېټه ټاکلې وه.