د پاکستان خبرداری؛ افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی
۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ د ترویکا پلس غونډې پرانیستنه وکړه چې پکې پر نورو سربیره د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی تام ویسټ هم ګډون لري. ګومان کیږي چې د دغې غونډې ګډونوال به د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم وویني.
شاه محمود قریشي د ترویکا پلس په پرانیستغونډه کې په خپلو څرګندونو کې وویل: «نن ورځ، افغانستان د اقتصادي سقوط په درشل کې دی.» هغه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه که چیرې وضعیت همداسې مخ پر ځوړ وي نو دا به د هیواد د چارو پرمخ بیولو له پاره د طالبانو وړتیا ډېره محدوده کړي.
د قریشي په وینا «له دې کبله د نړیوالې ټولنې له پاره دا ډیره مهمه ده چې په فوري ډول د بشري مرستو له ارایه کولو څخه ملاتړ وکړي.»
د قریشي په خبره په دې کې هغه مرستو ته د افغانستان د لاس رسي امکان هم شامل دی چې د نړیوالو بسپنه ورکوونکو له خوا په اګست میاشت کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته کنګل شوي دي.
قریشي ویلي دي چې د مرستو بیا پیلیدل به د اقتصادي فعالیتونو د بیا ژوندي کیدو او د افغان اقتصاد د ثبات او پایدارۍ په برخه کې مرسته وکړي. قریشي د پاکستان له دولتي رسنیو سره په خبرو کې دا هم ویلي دي چې دا چاره به د لویدیځو هیوادونو په ګټه هم وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په وینا «که تاسو فکر کوئ چې تاسو لیرې یاست، اروپا خوندي ده او هغه سیمې چې تاسو تصور کوئ چې د تروریزم څخه به اغیزمنې نه شي، نو تاریخ له یاده مه باسئ. موږ له تیر تاریخ څخه زده کړي او نه غواړو چې تیري تیروتنې بیا تکرار شي.»
ملګرو ملتونو په کراتو خبرداری ورکړی دی چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو خراب بشري کړکېچ سره مخامخ دی او د دغه هیواد تر نفوس نیمایي زیات یې د خوړو له کمښت سره مخامخ دي او د ژمي موسم نور په میلیونو کسان له بې ځایه کیدو او احتمالۍ قحطۍ سره مخامخ کولی شي.
د ترویکا پلس غونډه د زلمي خلیلزاد تر استعفا وروسته په سيمه کې د لویدیځو هیوادونو د استازو لومړنۍ غونډه ده. په دغه ډله کې د امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین لوړ پوړي دیپلوماتان شامل دي.
تر دې دمخه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې تام ویسټ روسیې او هند ته هم د سفر کولو پلان لري.