1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت او طالبانو په شمال کې ادعاوې کړي

۱۴۰۰ فروردین ۱۵, یکشنبه

افغان چارواکي په بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو د مهمو کسانو د وژلو او نیولو خبر ورکوي. طالب وياند ذبیح الله مجاهد بيا پر ټويټر لیکلي چې بغلان کې يې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

Afghanistan Sicherheitskräfte Taliban Afghanistan Konferenz
د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د تخار ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند، عبدالخليل اسير د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د طالبانو د يو مهم قوماندان او د هغه د پنځو افرادو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. وژل شوی قوماندان عبدالله مشهور په عبيده ښودل شوی دی. اسير رسنيو ته په يوه استولي پيغام کې ويلي دي چې دغه افراد نن سهار (د اپريل ۴مه) هغه وخت د امنيتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ووژل شول چې «د اشکمش ولسوالۍ په اطرافو کې پر پرتو امنيتي پوستو باندې يې بریدونه وکړل.»

د ګاونډي ولایت بغلان پوليس وايي چې د خوست ولایت د صبريو ولسوالۍ له پاره يې د طالبانو نومول شوی نوی ولسوال او نوی نظامي مسئول په بغلان کې نيولي دي. د پولیسو ویاند احمد جاويد بشارت وايي چې نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې له څو کلونو راهیسې په بغلان کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګيدلي دي. بشارت ويلي: «دغه افراد د خوست ولایت اصلي اوسیدونکي دي.»

په عین وخت کې د طالبانو يوه ویاند، ذبیح الله مجاهد، پر خپل ټويټر ليکلي چې تيره شپه د بغلان ولایت په ګرګرک سیمه کې افغان کمانډو ځواکونو عمليات درلودل چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول. پر وینا يې د جګړې پر مهال «ګڼ شمیر کمانډو عسکر مړه او ژوبل شول.»

په ورستیو کې په افغانستان کې جګړو، چاودنو او هدفي وژنو زور اخیستی دی. دغو حالاتو د بشري ډلو انديښنې هم ډيرې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې له مياشتو راهیسې په قطر کې د افغانستان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټيمونو تر منځ د سولې مذاکرات هم پيل شوي دي، خو تر اوسه په کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

م.ک.ص./م.ن.ص.