لوبډلمشر راشد خان او افغان لوبډلې په شپږو ويکټو سره پاکستان د ټي ۲۰ نړيوالو لوبو په پرانيسته کې د شارجه په ښار کې مات کړ. د پاکستاني ټيم مشري شاداب خان کوله. خو افغانستان مخکې شو او په لومړي ځل يې د ټي ۲۰ لوبو کې خپل حريف پاکستان په ګونډو کړ. راشد وويل چې »بريا خوندوره ده ځکه چې موږ تل په لږ تفاوت سره د دوی په وړاندې لوبه بايلله.« د هغه په خبره »په بريا خوښ يو او هيله لرو چې دغه لړۍ به دوام ولري.« د راشد خان وضعیت اوس څنګه دی؟
لوبه څه آسانه نه وه، خو په پای کې محمد نبي افغان لوبډله وژغورله.
راشد خان سره له دې هم وويل چې د تر ټولو پياوړو لوبغاړو اوسنۍ لوبډله يې بايد په جاري لوبو کې لا غوره لوبه وکړي او دغه غښتلتيا بايد دوی په اکتوبر او نومبر مياشتو کې تر ODI نړيوال جام پورې وساتي. راشد دا هم وويل چې »موږ بايد لا ښه شو، نه يوازې د دې لړۍ له پاره، بلکې نړيوال جام هم مخ په وړاندې راځي.«متحده عربي امارات به راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د کريکت «کور» وي
نوموړي زياته کړه چې »له اوس څخه بايد ورځ تر بلې او له يوې لوبې څخه بلې ته زيار وباسو څو د کال تر پايه پورې چې کله نړيوال جام ته ځو، يوه بشپړه چمتو شوې لوبډله ولرو.«
آ./ن.ص./ا.ا.\
د کریکټ په آسیا جام سیالیو کې که څه هم افغان لوبډله پای لوبو ته و نه وته; خو د خپلو مینه والو زړونه یې وګټل. له هند سره لوبه تر وروستي توپه وغځیده او مساوي پای ته ورسیده.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaد کریکټ آسیا جام، په سوپر څلور سیالیو کې افغان لوبډلې خپله دریمه او وروستۍ لوبه له هند سره مساوي کړه. تر دې دمخه په لومړي پړاو کې افغان ملي لوبډلې د سریلانکا او بنګله دیش لوبډلو ته ماتې ورکړې وه. خو په دوهمه مرحله کې یې خپلې لوبې پر پاکستان او بنګله دیش په ډیر کم توپیر سره وبایللي.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaد ټاس یا پچې تر ګټلو وروسته افغان لوبډلې په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره يې د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه. په دغه لوبه کې د شهزاد محمدي ۱۲۴ او د محمد نبي ۶۴ ګړندۍ منډې د پام وړ وې.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaمحمد نبي له هند سره په لوبه کې نه یوازې ۶۴ منډې وکړې بلکې د توپ اچونې په برخه کې هم ښه وځلید او په اورونو کې یې د ۴۰ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول. آفتاب عالم او راشد خان هم دوه، دوه لوبغاړي وسوځول. جاوید احمدي بیا د کپتان دوني ویکټه واخیسته.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaپه ټوله کې د آسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې وړتیا ستایل شوې ده. د هند تکړه توپ وهونکي کناور لوکیس راهول، ویلي دي چې دوی د دې شاهد چې افغان لوبډلې په تیرو څو کلونو کې د یوه ټیم په توګه څومره پرمختګ کړی دی.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaکه څه هم د هندوستان د لوبډلې توپ وهنه په لومړي سر کې ډیره ښه وه، خو افغان توپ اچونکي وتوانیدل چې لوبه کابو کړي. هند د ۱۱۰ په مجموعي منډو خپله لومړۍ ویکټه له لاسه ورکړه. افغان لوبغاړي د فیلډنګ یا ډګر ساتنې په برخه کې هم ښه وړتیا وښوده.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaشهزاد محمد د لوبې د غوره لوبغاړي او همداشان تر ټولو زیاتو شپږیزو د وهونکي جایزه هم تر لاسه کړه. آسترالیایي لوبغاړي ټام موډي ویلي دي چې دې سخت انتظار باسي چې د راتلونکي کال د کریکټ په نړیوال جام کې به افغان لوبډله څومره لوبډلو ته ماتې ورکړي.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaراشد خان پر دې وتوانید چې په وروستي اوور کې د هند لوبغاړي دې پرې نه ږدي چې د لوبې د ګټلو له پاره اووه منډې جوړې کړي. تر دغه مهاله د هند نهه لوبغاړي سوځیدلي وو. د شپږو منډو تر جوړولو وروسته راشد خان پر پنځم توپ د جدیجه ویکټه واخیسته او د دواړو لوبډلو لوبه برابره شوه.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayakaد لوبې په برابریدو افغان لوبغاړو او همداشان لوبغالې ته راغلي مینه والو خپله خوښي نه شوه کنترولولی. د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان اصغر افغان، د لوبې تر برابریدو وروسته وویل: «کله چې سړی د هند په شان لوبډلې سره لوبه مساوي کوي، نو دا داسې ده لکه چې دې ګټلي وي.» افغان لوبډله د چهارشنبې په ورځ بیرته کابل ته ستنیږي.
انځور: Imago/Zuma Press/T. Basnayaka