1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د افغان کابینې د ځینو نوماند وزېرانو اسناد رد شوي"

۱۳۹۹ آبان ۲۵, یکشنبه

د ټاکنو اړوند د مدنې بنسټونو د همغږۍ ډلې تازه موندنې ښيي چې د شاوخوا لسو نوماند وزېرانو تحصیلي اسناد رد شوي او په دې اړه د لاسپیناوي غوښتنه شوې. دغه وزېران څوک دي او په اسنادو کې یې څه ستونزې دي؟

Afghanistan Präsident Ghani stellt seine neuen Kabinettsmitglieder vor
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan

د افغانستان د ازادو ټاکنو او روڼتیا د څار بنسټ مشر قیس یاسیني، دویچه ویله ته وویل چې د نوماند وزېرانو په ارزول شویو اسنادو کې د لسو تنو سندونه لاهم نه دي تایید شوي.

ده وویل: «د ولسي جرګې اړوند کمېسیونونه باید د اسنادو ارزونه په سمه توګه او ژر تر ژره وکړي.»

کوم وزېران دي چې اسناد یې ستونزې لري؟

د ولسي جرګې د پوهنې او لوړو زده کړو د کمېسیون یو مکتوب ښيي چې د ځینو نوماند وزېرانو د لسانس دورې او د ځینو بیا تر لیسانس ښکته د ۱۲ ټولګي اسناد تاییدي نه لري.

مکتوب کې راغلي: د ملي امنیت ریاست لپاره نوماند احمد ضیاء سراج د لسانس دورې سند نه دی تایید شوی. د ښځو چارو وزارت ته د نوماندې حسینه صافی د دولسم ټولګي سند تاییدي نه لري. د صنعت او سوداګری وزارت د نوماند نثار احمد غوریاني د لسانس سند نه دی تایید شوی. د مخابراتو وزارت لپاره د نوماندې معصومه خاوري د لسانس او دولسم ټولګي دواړه سندونه نه دي تایید شوي.

د دغه مکتوب په اساس د ترانسپورت وزارت لپاره د نوماند قدرت الله ذکي د لسانس او دولسم ټولګي دواړه سندونه تاييدي نه لري. د سرحدونو او قومونو چارو وزارت لپاره د نوماند محب الله صمیم د دولسم ټولګي سند نه دی تایید شوی. د افغانستان بانک ریاست لپاره د نوماند اجمل احمدي د لسانس او دولسم ټولګي دواړه سندونه تاییدي نه لري. د کډوالو چارو وزارت لپاره د نوماند نورالرحمن اخلاقي د دولسم او لسانس دواړه سندونه نه دي تایید شوي. په مکتوب کې همدا راز زیاته شوې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د نوماند بشیراحمد تینج د دولسم ټولګي سند تاییدي نه لري. د ټولګټو وزارت لپاره د نوماند نجیب الله یمین د دولسم ټولګي او لسانس دواړه سندونه نه دي تایید شوي.

ایا په نوماند وزېرانو کې دوه تابعیته هم شته؟

د آزادو ټاکنو او روڼتیا د څار بنسټ مشر قیس یاسیني وویل چې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون لاهم د نوماند وزېرانو د دوه ګونې تابعیت په اړه اروزنې نه دي بشپړې کړی چې دې کار نوماند وزېرانو ته د باور رایو ورکولو بهیر لاپسې ځنډنۍ کړی.

د ټاکنو اړوند د مدني بنسټونو د همغږۍ ډلې نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د نوامبر ۱۵مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان یواځینی هېواد دی چې حکومتي چارې یې سرپرست وزېران پرمخ وړي.

انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan

ددغو بنسټونو په یوه خبرپاڼه کې راغلي: «د نوماند وزېرانو سرپرستي اوس په یوه دود اوښتې او هېواد به د یوه اقتصادي بحران په لور سوق کړي.»

بل لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا درې اونۍ وړاندې ۲۴ نوماند وزېران او د یو شمیر ادارو رییسان ولسي جرګې ته د اعتماد د رایې ترلاسه کولو له پاره معرفي کړي، خو وکېلانو تر اوسه دغو کسانو ته د باور رایو ورکولو بهیر نه دی پيل کړی.

د ټاکنو اړوند د مدني بنسټونو د همغږۍ ډله له ولسي جرګې غواړي چې د باور رایو تر بهیر وړاندې باید ددغو نوماند وزېرانو زده کړې، کاري ظرفیت او کاري کړنلارې په سمه توګه وارزوي.

دا ډله، د جرګې له دارلانشاء غواړي چې نوماند وزېرانو ته د باور ورکولو بهیر کې دې بشپړ شفافیت مراعت کړي. تردې وړاندې داسې تورونه ول چې ګواکې نوماند وزېرانو ته د بډو په مقابل کې د باور رایې ورکول کیږي چې دا غږونه ان د پارلمان له منځه هم راپورته شوي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: