1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د فساد په درجه بندۍ کې مثبت پرمختګ کړی

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۲۰م کال په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د فساد په برخه کې یې مثبت پرمختګ کړی دی. دغه سازمان وايي چې فساد د کرونا پر وړاندې مبارزه هم اغیزمنه کړې ده.

Internationales Büro von Transparency International in Berlin
انځور: DW/C.Vieira Teixeira

نن د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جنوري میاشتې په ۲۸مه نیټه) د شفافیت نړیوال سازمان یا ټرانسپرنسي انټرنیشنل د ۲۰۲۰م کال اړوند په خپل کلني تازه رپوټ کې په نړیواله کچه د فساد پر وړاندې د مبارزې له مخې د هیوادونو درجه بندي اعلان کړې ده. د دغه سازمان د ارزونو په اساس د ۲۰۱۹م کال په څیر نیوزیلنډ او ډنمارک بیا هم په لومړي مقام کې دي او جنوبي سوډان او سومالیا یو ځل بیا په نړیواله کچه تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیوادونه دي.

دغه سازمان په خپل رپوټ کې ویلي چې په نړیواله کچه فساد د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخامخ کړې او د کرونا وبا د کړکیچ پرمهال فساد د ولسواکۍ پر وړاندې هم ستونزې زیږولي دي.

د دغه سازمان په حواله، هغه هیوادونه چې د فساد په نړیواله درجه بندي کې په لومړیو مقامونو کې دي، هغوی د روغتیا په برخه کې زیاته پانګونه کړې او د دې وبا سره په مبارزه کې هم غښتلي هیوادونه دي.

افغانستان او د فساد په درجه بندۍ کې مثبت پرمختګ

د شفافیت د نړیوال سازمان په حواله، د ۲۰۱۲م کال راهیسې ۲۶ هیوادونو د فساد پر وړاندې په مبارزه کې ډیر پرمختګ کړی دی. د دغه رپوټ په حواله د نورو هیوادونو په پرتله ایکوادر، یونان، ګویانا، میانمار او جنوبي کوریا د فساد په وړاندې ډیر مثبت پرمختګ کړی دی او شاوخوا ۲۰ هیوادونو بیا د فساد پر وړاندې مبارزه کې شاتګ کړی دی.

انځور: DW/H. Sirat

د دغه سازمان د درجه بندۍ په اساس، افغانستان په ۲۰۱۹م کال کې د فساد په درجه بندۍ کې ۱۷۳م مقام درلود او سږ کال یې مثبت پرمختګ کړی دی. د دغه سازمان په اساس، افغانستان سږ کال تر اتو هیوادونو مخکې شوی او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۱۶۵م مقام خپل کړی دی.

د شفافیت د نړیوال سازمان په حواله، پاکستان په ۲۰۱۹م کال کې ۱۲۰ ځای کې وو خو په ۲۰۲۰م کال بیا د فساد په نړیواله درجه بندي کې شاتګ کړی دی او ۱۲۴م مقام یې خپل کړی دی.