1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان ژغورنې د ملي مقاومت په نوم شورا خپل پلان خپور کړ

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

د »افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا« له کړکیچ څخه د افغانستان د وتلو لپاره خپل جوړ کړی پلان خپور کړی دی.

آرشیف: د ملي مقاومت په نوم د شورا غړي
آرشیف: د ملي مقاومت په نوم د شورا غړيانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د »افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا« له کړکیچ څخه د افغانستان د وتلو لپاره خپل جوړ کړی پلان خپور کړی دی. په یاد پلان کي د دغې شورا لپاره د سیاسي دفتر پرانیستل، له طالبانو سره خبرې، د انتقالي حکومت جوړول او په پای کې د یوه منتخب حکومت رامینځ ته کیدل شامل دي.

د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت په نوم شورا چې د طالبانو مخالفه ډله ده او له بهر میشتو افغان سیاسي شخصیتونو څخه جوړه ده، پرون ېې په یوې مجازي غونډه کې خپل پلان په آنلاین ډول اعلان کړ.

پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو په انقره کې څه پریکړې کړي؟

د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرې او چارواکي چې د دې شورا غړي دي، د دغه پلان د اعلان پر مهال ېې په خپلو ویناوو کې له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه.

په دغه پلان کې ویل شوي چې که طالبان د افغان کړکېچ د حل لپاره له خبرو ډډه وکړي، د خلکو او نړیوالې ټولنې له لارې به پر دوی فشار راوړي چې خبرو اترو ته راضي شي.

دا پلان چې څلور برخې لري، د دوو کلونو لپاره د انتقالي حکومت پر جوړولو او بیا د ټاکنو په ترسره کیدو پر بحث او توافق ټینګار کوي.

په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي جنبش مشر مارشال عبدالرشيد دوستم له طالبانو وغوښتل چې د دغې شورا د تماس له کميټې سره اړیکه ونيسي، په هېواد کې د يوه منتخب او ټول شموله حکومت د جوړولو او د سراسري سولې لپاره خبرو ته حاضر شي.

دوستم زیاته کړه: «افغانان د بهرنیانو په پرتله خپلې ستونزې ښه درک کولای شي. موږ ښه توان لرو چې خپلې داخلي ستونزې حل کړو.»

ارشیف: مقاومت شورا غړيانځور: Reuters

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر او د دغې شورا بل غړي محمد محقق د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پیژندولو هرکلی وکړ.

په همدې حال کې د دې شورا د رهبرۍ بل غړې عطا محمد نور، د یوه مشخص هېواد د نوم اخیستو پرته له نړیوالې ټولنې شکایت وکړ چې دغې شورا ته د سیاسي دفتر د پرانستلو اجازه نه ورکوي.

عطا محمد نور په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو او بیا له دغې ډلې سره د امریکا خبرو ته په اشارې سره وویل: «تاسو موږ ته اجازه نه راکوي چې په سیاسي فعالیت کې برخه واخلو، موږ ته د دفتر د پرانستلو اجازه نه راکوې وسله واله مبارزه خو لا پریږده دا ځکه چې زموږ تګلاره سوله او خبرې اترې دي.»

د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو پر وړاندې خنډ ګرځیدی شي؟

25:00

This browser does not support the video element.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت ترنامه لاندي شورا یو کال مخکې له افغانستانه بهر جوړه شوه، غړي یې تر ډېره د تېر حکومت سیاسي څېرې او چارواکي دي.

طالبانو تر اوسه د افغانستان د راتلونکي حکومت د ډول په اړه د خبرو اترو کومې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی. دوې تل ویلې چې د تماس کمیسیون یې جوړ کړی او د پخواني حکومت له سیاسي مشرانو او چارواکو یې غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي او د نورو افغانانو په څیر خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

باید وویل شې چې تر دمګړۍ په جلاوطنۍ کې د افغانستان په تړاو ډیر سیاسي جریانونه راڅرګند شوي، چې نږدې ټول یې د خبرو اترو په حل لار ټینګار کوي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل