1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

د طالبانو یوه مشر د خپل پلار قاتل وباښه

۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

د افغان طالبانو یوه لوړپوړې چارواکي د خپل پلار د قتل په جرم د اعدام په سزا محکوم شوی شخص معاف کړ. طالبانو په دې وروستیو کې په عام محضر کې د اعدام او سختو سزا ګانو د عملي کولو اعلان کړی دی.

Afghanistan Charikar | Taliban-Sicherheitskräfte vor Fußballstadion bei öffentlichen Auspeitschung
انځور: AFP

تیره میاشت د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د هیواد قاضیانو ته امر کړی و چې دوی دې د اسلامي قانون ټول اړخونه په بشپړ ډول عملي کړي، په کوم کې چې په عامه محضر کې اعدامول، سنګسار، په دُرو وهل او د غل لاس پرې کول شامل دي.

په همدې وضعیت کې د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې د طالبانو مرستیال والي ګل محمد د خپل پلار د قاتل معافولو اعلان کړی دی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دُرو سزا ختمولو غوښتنه کړې

د دې بخښنې اعلان د افغانستان د سترې محکمې له خوا په خپاره شوي اعلامیه کې شوی دی. د ګل محمد پلار په ۱۹۹۲م کال کې وژل شوی و.

«د سترګې په بدل کې سترګه»

یوې شرعي محکمې عبدالقیوم د قتل په تور مجرم وباله او ده ته یې د اسلامي شریعت «سترګه د سترګې په بدل کې» عدالت په اساس د اعدام سزا اورولې وه، خو د طالبانو مرستیال والي د مجرم د بخښلو تر څنګ د دې قضیې د ختمولو غوښتنه کړې وه.

قصاص او په درو وهل، افغانستان ته د طالبانو د پخوانیو سزاګانو راګرځېدل

محکمې ته وړاندې شوي یوه غریضه کې ګل محمد ویلي: «د قاتل کورنۍ له ما څخه د مجرم د بخښلو غوښتنه کړې وه. زه نن له قصاص څخه تیریږم او هغه بخښم.»  

په عامه محضر کې د اعدامونو پيل

دا پریکړه په یوه داسې وخت کې کیږي چې څو ورځې مخکې په دغه هیواد کې یو کس د قتل په سزا د خلکو په عام محضر کې اعدام کړای شو. تیر کال په اګست میاشت کې د طالبانو واک ته تر رسیدو وروسته دا په افغانستان کې لومړی اعدام و چې په عامه محضر کې ترسره شو.

دغه اعدام د دسمبر میاشتې په ۷ نیټه په لویدیځ فراه ولایت کې عملي شوی و. د مقتول پلار د خلکو په موجودیت کې مجرم دری ډزه وویشته. په دې قضیه کې پر تورن کس د یوه تن د قتلولو تر څنګ، د هغه د موټرسیکل او موبایل د غلا کولو جرم هم ثابت شوی و.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل