1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

 ولې ډيری افغانان کرونا نه مني؟

۱۴۰۰ خرداد ۲۲, شنبه

سید علي شاه د کابل د یوه روغتون په عاجل اتاق کې بستر دی. هغه چې آکسيجن ورته لګول شوی او تر څلورو ورځو شدیدو روغتيايي مراقبتونو اوس ایله کولی شي په خپل ځای کې راکښيني، نه مني چې کرونا دی.

Afghanistan Corona-Pandemie
افغان ډاکټران وايي چې عام خلک روغتيايي سپارښتنو ته جدي پام نه کوي او حتی په روغتون کې د ماسک اغوستلو انکار کويانځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

پنځوس کلن سید علي شاه په داسې حال کې چې نور له نفس کاږلو نه پاتې و، میرمنې يې د محمد علي جناح روغتون ته رسولی دی. هغه ته چې اوس هم آکسیجن لګیدلی او په يو عاجل اتاق کې بستر دی، د چټکې ساه کاږلو سره په زغرده وايي: «نه، نه، نه. زه کرونا ويروس نه لرم.»

خو د دغه ۲۰۰ بستريز روغتون مشر ډاکټر سعید امیري د علي شاه په اړه د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «دی يقینا په کرونا اخته دی.»

دا یوازې سید علي شاه نه دی چې د کرونا ناروغي نه مني، بلکې نور داسې افغان ناروغان هم شته چې د دغې ناروغۍ له لرلو او د خپل واقعي روغتيايي وضعيت له ښودلو څخه انکار کوي.

«راتلونکې څلور اوونۍ به ډيرې سختې وي»

په رسمي توګه افغانستان تر اوسه له ۹۰ زره لږ د کرونا مثبتې پيښې ثبت کړي دي او د مړو شمیر يې شاوخوا ۳۴۰۰ ښودل کيږي، خو روغتيايي کارپوهان وايي د تیست په برخه کې د امکاناتو کمښت او د ناروغانو له خوا د ناروغۍ پټول د دې سبب ګرځيدلي چې واقعي ارقام ښکاره نه شي. په دې حساب، ښايي واقعي ارقام له رسمي هغو ډیر وي.

افغان ډاکټران وايي چې عام خلک روغتيايي سپارښتنو ته جدي پام نه کوي او حتی په روغتون کې د ماسک اغوستلو انکار کويانځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د افغانستان د عامې روغتيا وزير وحید مجروح د پيښو له بېسارې ډيریدو څخه خبر ورکوي. هغه وايي: «په یوه اوونۍ کې موږ نژدې ۲۰۰ سلنه ډيرې پيښې ثبت کړي دي.»

په اوس وخت کې د افغان چارواکو لويه انديښنه د کافي اندازه آکسیجن نه لرلو څخه ده. مجروح په دې اړه ويلي دي: «راتلونکې څلور اوونۍ به ډيرې سختې وي.» هغه زیاتوي: «موږ باید د سختو حالاتو له پاره ځان آماده کړو.»

یو خوا جګړه، بلې خوا کرونا

افغانستان په داسې حال کې د کرونا وبا له يوې سختې څپې سره مخ دی چې په دغه هیواد کې د څو لسیزو روانه جګړه هم هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي. په ځانګړې توګه اوس چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل پيل شوي، د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ جګړو لا زور اخیستی دی. ډیری افغانانو د جګړو، بمي چاودنو او هدفي وژنو له ويرې خپلې سيمې او کورونه پريښي او امن ځایونو ته تښتيدلي دي. افغانان په داسې بحراني وخت کې د کرونا ویروس څخه ډير په جګړه کې له وژل کیدو ویره لري.

له بل لوري داسې شکایتونه هم کیږي چې افغانان د کرونا ویروس سره د مقابلې په لار کې د روغتيايي ادارو پر سپارښتنو عمل نه کوي. ډاکټر اميري وايي: «تاسو د روغتون په مخ کې خلک وينئ، یو ناروغ چې په يو بحراني حالت کې وي له هغه سره يې خلک او خپلوان له ماسک پرته روغبړ کوي.»

د کابل ښاریان د کوچني اختر د لمانځه ادا کولو وروستهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د خلکو بې پروايي

د روغتون په دروازه کې يو موظف نرس د ناروغانو پايوازانو ته ماسکونه ورکوي. امیري وايي چې «اکثره پايوازان له ماسک اخیستلو انکار کوي.» هغه زیاتوي: «د عادتونو بدلول ډير سخت دی.»

په کابل کې د افغان-جاپان په روغتون کې هم ورته وضعیت دی. دا د افغانستان په سطح د کرونا ناروغۍ د درمنلې مهم روغتون دی. د دغه روغتون داکتر، طارق اکبري وايي: «خلک ترجیح ورکوي چې له تیست پرته په کورونو کې پاتې شي او په خپله د ځان درملنه وکړي.» هغه زیاتوي چې په کرونا ناروغۍ باندې اخته کیدل یو ډول شرم ګڼل کيږي.

ډاکټر اکبري زیاتوي: «ناروغان موږ ته ډير ناوخته راځي، هغه وخت چې نور يې تنفس کول بيخي سخت حالت ته رسیدلي وي.»

د دغه داکتر په خبره چې ځینې وخت د یوې کورنۍ د درو يا څلورو غړو تیستونه په يو وخت کې مثبت راوځي.

۳۴ میلیونه نفوس او یو میلیون دوزه واکسین

افغانستان دا مهال نژدې یو میلیون دوزه د کرونا واکسین لريانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

افغانستان د نژدې ۳۴ میليونه تخميني نفوس په درلودلو سره ایله څه کم یو ميلیون دوزه د کرونا واکسين لري او د کرونا د واکسیناسیون کمپاین هم په کې ډير سست روان دی.     

د روژې په میاشت کې اکثرو افغانانو له واکسین کولو په دې دليل چې روژه به يې ماته شي، ډډه وکړه. تر دې وروسته په کمکي اختر کې هم معمولا د خلکو ګڼه ګوڼه او کورونو ته تګ راتګ ډيريږي او دا د ویروس د انتقال موارد ګڼل کیدای شي.

بل خوا افغانان له هندوستان سره چې په وروستیو کې دلتا ډوله کرونا ويروس سخت ځپلی، هم ډير تګ راتګ لري. داکتر طارق اکبري وايي چې د «دواړو هیوادونو ترمنځ ډيره راشه درشه کیږي،» او د ویروس پر دغې نوې بڼه تر ډيره ځوانان اخته کيږي.

خو ډاکټر اکبري او د عامي روغتیا وزير دواړه دغه خبره چې په اوونۍ کې د ۵۰ تر ۶۰ پورې کسان مري، ردوي او وايي چې دا ارقام غلط دي. د هغه په خبره اصلي شمېر به يې درې برابره لوړ وي.

اې اف پي/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل