1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

آسترالیا له افغانستان سره ټېسټ لوبه وځنډوله

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

آسترالیا له افغانستان سره ترسره کیدونکي ټېسټ لوبه او همداشان له نوي زیلنډ سره د یو ورځنیو لوبو سیریز ځنډولی دی. د آسترالیا د کریکټ بورډ ادارې ویلي چې د کرونا وبا د لوبو چمتووالی ډیر ستونزمن کړی دی.

Bangladesch Cricket Testspiel Bangladesch vs. Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/STR

د افغانستان او آسترالیا ترمنځ ټېسټ لوبه په نومبر میاشت کې په پرت کې پلان شوې وه چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه وای.

د کرونا وبا لا مخکې د دې سبب شوې ده چې آسترالیا د ویسټ انډیز او زمبابوې لوبډلو سره لوبې وځنډوي بلکه سږ کال په دغه هیواد کې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام هم نه تر سره کیږي.

خو له هند سره به څلور ټېسټ لوبې، درې یو ورځنۍ لوبې او د شل اوریزو لوبو دري سیریزه ترسره شي. د آسترالیا د کریکټ اړونده چارواکو د څرګندونو له مخې له دغو لوبو ترلاسه کیدونکې پيسې به په راتلونکي کې د آسترالیا کریکټ بورډ له پاره مهمي وي.

خو د افغانستان او آسترالیا ترمنځ د ټېسټ لوبې د ترسره کیدو له پاره کومه مشخصه نېټه نه ده په ګوته شوې.