1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

افغانستان به سوپر ۸ پړاو ته لار ومومي؟

۱۴۰۴ بهمن ۲۷, دوشنبه

د کرېکټ د روان شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې په یوه لوبه کې افغانستان، متحده عربي اماراتو ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او دا یې په روانو سیالیو کې لومړی بری شو.

آرشیف انځور: په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان او بنګله ديش ترمنځ لوبې پر وخت د افغان لوبغاړو خوښي
افغانستان نن، فيبرورۍ پر ۱۶ له متحده عربي اماراتو څخه د لوبې په ګټلو سره په روان نړيوال جام کې لومړۍ بريا ترلاسه کړهانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د کرېکټ د شل اوریز نړيوال جام د سياليو په ترڅ کې نن، دوشنبه افغانستان د ټاس تر ګټلو وروسته خپلې سیالې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه او متحده عربي اماراتو په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۰ منډې وکړې.

په دې لوبه کې عظمت الله عمرزی ښه وځلید او د مخالفې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول. په دې لوبه کې بل ریکارډ د راشد خان وو، چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی لوبغاړی شو چې ۷۰۰ ویکټې اخلي. که څه هم هیله دا وه چې افغانستان به له متحده عربي اماراتو په نسبتا لوی توپیر لوبه وګټي خو داسې و نه شول او لوبه تر وروستي اووره ورسیده.

د افغانستان له لوري د ابراهیم ځدران ۵۳، د درویش رسولي ۳۳ او عظمت الله عمرزي ۴۰ چټکې منډې د پام وړ وې. په داسې حال کې چې څلور توپه پاتې وو افغانستان متحده عربي اماراتو ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.

له خړو خاورو تر هسکو هیلو؛ د افغان کریکټ بې ساری مزل

52:03

This browser does not support the video element.

اړونده موضوع: عمرزي د یو ورځنیو سیالیو الراونډرانو په کتار کې لومړی ځای خپل کړو

تر دې دمخه افغانستان پر نیوزیلنډ او سویلي افریقا خپلې لوبې بایللې دي. افغانستان په ډي ګروپ کې دی او پر سویلي افریقا سربیره پکې د نیوزیلنډ، متحده عربي اماراتو او کاناډا ټیمونه شامل دي. له دې پنځو لوبډلو دوه مخکښې لوبډلې سوپر ۸ پړاو ته لار مومي.

سویلي افریقا د درو لوبو په ګټلو سره ۶ نمرې لري او د جدول په سر کې ده. نیوزیلنډ درې لوبې کړي دوه یې ګټلي او یوه یې بایللې ده او په دې ترتیب څلور نمرې لري. افغانستان او متحده عربي اماراتو هم درې، درې لوبې کړي دوه یې بایللي او یوه یې ګټلې ده او هره لوبډله دوې نمرې لري.

اړونده موضوع: له افغانستان سره د کرېکټ سیالیو د بایکاټ د غوښتنې په اړه غبرګون

خو د منډو د اوسط له مخې افغانستان تر متحده عربي اماراتو مخکې دی. کاناډا بیا دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي او له افغانستان او نیوزیلنډ سره یې لوبې پاتې دي. که چیرې افغانستان له کاناډا لوبه په لوی توپیر ګټي او نیوزیلنډ له کاناډا په لوی ماتې وخوري ښایي د دې احتمال وي چې افغانستان بل پړاو ته لار ومومي، خو له نیوزیلنډ د کاناډا لوبه ګټل به ډیره نادره وي. کاناډا او نیوزیلنډ د فبرورۍ په ۱۷مه لوبه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب